Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې ځانمرګي برید د پنځو کسانو ژوند واخیست

کابل کې ځانمرګي برید د ۳ پوځيانو او د دوو ملکي کسانو ژوند واخیست او د ۵ ملکي کسانو په ګډون یې ۱۲ تنه ټپیان کړل.

دغه برید نن سهار اووه بجې (سې شنبې د سلواغې په ۲۲ مه نېټه) قنبر څلورلاره کې د مارشال محمدقسیم فهیم پوځي پوهنتون ته نېږدې وشوه.

برید د پنځمې امنیتي حوزې د قنبر څلورلارې سیمه هغه مهال شوې د چې د یاد پوهتنون محصلین پوهنتون ته د ننه کېدو په حال کې وو.

د پېښې په سیمه کې د ډزو غږ هم اورېدل شوی دی او شاهدان وايي ډزې افغان ځواکونو له سیمې د خلکو لیري کولو په موخه کړې دي

د طلوع نیوز خبریال، خالد نیکزاد وايي، د چاودنې سیمې ته نېږدې د موټرو یو تمځای هم شته دی.

دغه برید ولسمشر غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او اروپايي ټولنې غندلی دی او ویلي یې دي چې خلک هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالیو د پایته رسېدو غوښتونکي دي او باید چې سولې ته کار وشي.

دا په داسې حال کې ته چې په وروستیو کالو کې د مارشال فهیم پوځي پوځي پوهنتون باندې بریدونه شوي. که څه هم د نن ورځې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو پخواني بریدونه د داعش ډلې په غاړه اخیستي وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي د پنځو ملکي کسانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ