Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنو پر زیاتوالي نيوکې

په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنو د زیاتوالي په لړ کې، پلازمېن مېشتي امنیتي بنسټونه د دغو چاودنو په مخنیوي کې بې وسه ګڼي.

په دې لړ کې پخواني پوځيان، دننه په هېواد کې د مقناطیسي ماینونو جوړول ساده ګڼي او وايي چې مدیریتي بې وسي د دې لامل شوې چې دغه بنسټونه ونه توانېږي، د نښلوونکو ماینونو له امله ورځ تر بلې د زیاتېدونکو چاودنو مخه ونیسي.

د کابل پخوانی امنیه قومندان داوود امین وايي:«امنیتي وزارتونه په ځانګړې توګه زموږ کشفي بنسټونو کارونه په دې برخه کې بې پایلې دي.»

پخوانی پوځي جاوېد کوهستاني هم وویل:«د افغانستان په امنیتي بنسټونو په مشرتابه کدري جوړښت کې د مدیریت کمزورتیا چې هېڅ یو یې اکاډمیکه زده کړه نه ده کړې او عالي تجربه نه لري او مدیریت یې سم نه دی او کابل په کلابندۍ کې دی.»

یوازې د شنبې پر ورځ، د مقناطیسي ماین څلور چاودنې او د هدفي ترور یوه پېښه وشوه چې په پایله کې یې درې تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.

د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي وايي چې دغو چاودنو هغوی اندېښمن کړي دي. هغوی امنیتي بنسټونه د دغو چاودنو په مخنیوي کې ناکامه ګڼي.
       
د یوه مقناطیسي ماین د چاونې شاهد سهراب وايي:«همدلته چاودنه وشوه. ووېرېدم؛ نږدې و چې مړ شم دولت باید د دغه وضعیت مخه ونیسي.»

د یوه مقناطیسي ماین د چاونې بل شاهد احمد هم وویل:«دغه نښلوونکي ماینونه د پولیسو، اردو او ملي امنیت په موټرو کې نښلول کېږي؛ دومره بې پامې یې چې ځان ته ده نور خلکو ته به څومره وي.»

که څه هم تراوسه د دغو پېښو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو د کورنیو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په دغو پېښو کې د حقاني شبکې غړي لاس لري:«د دغو چاودنو په هکله زموږ مودنې ښيي چې د حقاني شبکې غړي د مقناطیسي او سړک غاړو ماینونو د چمتو او ځای پرځای کولو مسوول دي.»

که څه هم په تېرو څو میاشتو کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنو تمرکز تر ډېره د پلازمېنې پریو دوو برخو له هغې جملې د کابل پر لوېدیځ و؛ خو په وروستیو اوونیو کې د کابل په هرې برخه کې د دغو ماینونو د چاونو رپوټ ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ