Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

' کابل کې د نشه يي توکو د پلورونکو پر ضد جدي مبارزه پیل شوه'

د کورنیو چارو وزارت نن (جمعه د سلواغې په ۱۸مه) وویل چې پولیسو یې پلازمېنه کابل کې د نشه يي توکو د پلورونکو پر ضد جدي مبارزه پیل کړې ده.

د دغه وزارت چارواکي همدارنګه ټينګار کوي چې تراوسه په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، د کابل د امینه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر میان احمد احمدي، د پنځمې حوزې له نشه يي توکو سره د مبارزې د کشف امر، د کابل د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مدیریت د عملیاتي ډلې قومندان، د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې د کېمیاوي توکو د کنټرول مدیریت مرستیال، د کابل د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د شننې او ارزونې امر، کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق او وېش په تور د پولیسو له خوا ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحمي د دغو چارواکو نیول د نشه يي توکو له پلورونکو سره د مبارزې لپاره د کورنیو چارو وزارت ځينې هڅې ګڼي.

هغه د کابل د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر د نشه يي توکو لوی قاچاق کوونکی بولي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:«دوی د کابل ښار په ټولو حوزو کې نشه يي توکي وېشل او د هغوی له پلورونکو یې باج هم اخیسته. د کورنیو چارو وزارت هم مهاله ټولو اړوندو برخو ته تر راتلوونکو دوه میاشتو وخت ورکړی چې د نشه يي توکو د قاچاق لوړ پوړي کسان په نښه او ونیسي.»

هغه غمیزه چې د ټولنې زیاته برخه یې یرغمل کړې ده، د کابل تر پل سوخته لاندې د نشه يي توکو واقعي څېره ترسترګو کېږي او د پلازمېني په دې برخه کې د نشه يي توکو پلور ښکاره او آزاد دی.

همایون یو له هغو روږدو کسان دی چې له ۱۵ کلونو راهیسې نشه یي توکي کاروي او د پل سوخته لاندې ژوند کوي، هغه دوه ځله د درملنې لپاره روغتون ته تللی خو وايي نشه يي توکو ته آسانه لاسرسی او د کار نشتوالي یو ځل بیا په نشه روږدی کړی دی.

په نشه يي توکو روږدی همایون وايي:«د کابل د امنیه قومندانۍ په ۵۰۰ مټرۍ کې دي، دا څنګه امکان لري؟ باور وکړئ چې زه وایم، زه په خپله له ویلو یې شرمېږم. پولیس راځي موږ پر سر وهي، خو د پوډر پلورونکي له څنګه تېرېږي.» 

هیوادوال وايي که د نشه يي توکو د مافیا او د روږدو کسانو د زیاتوالي مخه ونه نیول شي ټولنه به له نه جبرانېدونکي ناورین سره مخامخ شي.

د کابل اوسېدونکی محمد امان سنګري څرګندوي:«دوی راځي، پلوري یې؛ که چېرې څوک یې مخه ونیسي، دا کار کولای شي.»

افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی او زیات شمېر افغانان هم نشه يي توکي کاروي، د شمېرو له مخې د افغانستان څه د پاسه درې مېلیونه وګړي چې د هېواد د ټول نفوس لس سلنه جوړوي په نشه يي توکو روږدي دي. 

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دغه وزارت چارواکو ته حکم کړی چې تر راتلوونکو دوه میاشتو د نشه يي توکو ستر قاچاق کوونکي ونیسي.

شریک یي کړئ