کابل کې، د کابل ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي، د ټرافیکو پولیس، د واټونو پر غاړو پلورونکي او د مېوو پلورونکي ځانونه تر ډېره د هوا ککړتیا له ګواښونو سره مخ ګڼي.
د تنظیف کارکوونکي وايي چې د واټونو د چاروب کولو ترڅنګ، کابل کې د هوا ککړتیا د هغوی ژوند ډېر له ګواښ سره مخ کړی دی.
نورآغا له شپاړسو کلونو راهیسې د کابل ښاروالۍ د تنظیف په برخه کې کار کوي او د هوا له ککړتیا د خوندیتوب لپاره څه نه لري.
هغه وايي:«که چېرې هوا ککړه وي یا نه وي، اړ یم چې همدا کار وکړم چې مسوولیت مې دی،»
آغا میر د کابل ښار په یوه برخه کې سبزي پلوري او وايي په دغه سیمه کې د سهار او ماښام مهال هوا د تنفس وړ نه ده:«هوا دومره زیاته ککړه ده که چېرې تاسې ماښام او سهار د کابل دغې برخې ته راشئ او دغه سیمه ووینئ چې د شهید څلور لارې ته نږدې ده، سترګې به مو وسوځي او د هوا ککړتیا به هم درته معلومه شي چې په کوم وضعیت کې ده.»
آغا میر وايي چې تر ډېره بې وزلۍ کورنۍ د هوا ککړتیا قرباني دي:«د دې لپاره مې صندلۍ اېښې ده؛ یوه دا چې اقتصاد مو ښه نه دی، د لرګیو او سکرو د پېرلو وس نه لرم او دویمه دا چې د ډبرو سکاره که چېرې موږ یوازې خپله کورنۍ په پام کې ونیسو نو سلګونه او حتا زرګونه نورو کورنیو ته به زیان ورسوي.»
کابل کې د ژمي له رسېدو سره هم مهاله دغه ښار هوا په بې مخینې توګه ککړه شوې ده. د کابل ښار ډېری اوسېدونکي د خپلو کورونو د تودولو لپاره له سکرو او ډېرو نورو بې کیفیته سونګ توکو کار اخلي او هغه لوګی د کابل هوا ککړه وي.
اخوا د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره یو لړ پروګرامونه لري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال د څارنې او ارزونې څانګې رییس نېک محمد وايي:«د حکومتي بنسټونو ترمنځ کې یوه ښه همغږي رامنځته شوې او هر بنسټ په هغې برخه کې چې هغه ته اړونده ده مسوول او ځواب ویونکی دی.»