Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د ورځې ۷ ټنه پلاسټیکي تولیدات مصرفېږي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د جون په پنځمه د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وايي چې په کابل کې هره ورځ شاوخوا ۴ ټُنه پلاسټیکي کڅوړې او د بوټلونو په ګډون ۳ ټُنه داسې توکي تولیدېږي چې یو ځل کارول کېږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال غلام محمد ملک یار وایي د کابل په ګزک سیمه کې تراوسه ۴ نیم مېلیونه ټُنه کثافات تر ځمکې لاندې شوي او که د پلاسټیکو تولید د اوس په څېر دوام وکړي، درې کاله وروسته به کابل کې د نیالګیو کېنولو ځای به نه وي.

ښاغلي ملک یار زیاته کړه:«په کابل ښار کې په راتلونکو درې کلونو کې به د نیالګي د اېښودو لپاره موږ ځای نه لرو. د دې له امله چې زموږ ځمکې د کثافاتو د خښولو په ځای بدلې شوي او یا هم په خپل سرو ودانیو او یا هم په بې ګټو ودانیو تبدیل شوي او یا هم په بېلابېلو ډولونو په سوداګریزو ځایونو بدل شوي او دا په خپله یو کړکېج دی.»

د کابل والي د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې کابل د خاورو او خځلو د ډېران په توګه یادوي.

د کابل والي یعقوب حیدري په دې اړه وویل:« که‎چېرې د کابل ښاروالۍ په دې اړه ژر تر ژره اجرايي پروګرام ونه لري، د کابل ولایت به د یوه مسوول بنسټ په توګه نه یوازې د محکې دروازې ته ولاړ شي بلکې چارواکي به محاکمه هم کړي، او د دې مخنیوی به هم وکړي چې په ګزک کې یو ګرام کثافات او خزلې خښې شي.»

که نه شئ کولای د پلاسټيک له ککړتیا سره مبارزه وکړي دوه ځله یې وکاروۍ اوله بیا اخیستو یې ډډه وکړئ.

دا هغه شعار دی چې سږ کال د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې لپاره ټاکل شوی دی او لامل یې هم د پلاسټيک د عمر زیاتوالی او د پلاسټيک زهريتوب بلل کېږي.

د سوېلي اسیا د چاپېریال ساتنې د همکارۍ سازمان عمومي رییس عباس بصیر وايي:«هر کال کابو ۱۳ مېلیونه ټنه پلاسټیک په سندونو کې اچول کېږي او د اوبو ژویو چاپېریال ته یې زیانونه رامنځته کړي او دا پلاسټیکونه تر زر کاله عمر کوي.»

اخوا ځينې هټیوال وايي چې د پلاسټیک د بدیل لپاره بل څه نه لري.

هټیوال عبدالواسع په دې اړه وویل:«موږ بدیله ټاکنه نه لرو، نه شو کولای چې د پېرودنکي توکي په لاس کې ورکړو او په اوسني وخت کې څوک حاضر هم نه دي چې خپل پېرودل شوي توکي په لاس کې ولېږدوي. موږ هم اړ یو چې له پلاسټیکي کڅوړو کار واخلو.»

د چاپېریال ساتنې د ادارې د شمېرو له مخې تر اوسه له کابل نه څلور نیم مېلیون ټنه راټول شوي کثافات د دغه ولایت په ګزک سیمه کې خښ کړای شوي دي.

خو دا اداره ګواښ کوي، که په کابل کې په پراخه پيمانه د پلاسټیکونو کارول دوام وکړي، درې کاله وروسته به دغه ښار کې د نیالګیو د کینولو لپاره یوه لویشت ځای هم پیدا نه شي.

د هېواد د چاپېریال ساتنې ملي اداره، کابل کې په ورځني ډول د پلاسټیک تولید اوه ټنه بولي او  کابل کې د یو وار مصرفه شیانو د کارونې په اړه هم خبرداری ورکوي.

شریک یي کړئ