Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د پاکستاني طالبانو د لوړپوړو غړو وژل کېدو په اړه رپوټونه

تېره اوونۍ په کابل کې دوه کسان په مرموز ډول وژل دي، چې اوس یې په اړه رسنۍ وايي، دغه دواړه د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي وو.

د بي بي سي د رپوټ پر بنسټ دغه دوه تنه شیخ خالد حقاني او قاري یوسف یونس د پاکستاني طالبانو د تحریک مخکني غړي وو.

بلخوا امنیتي ادارې د دغو وژنو په اړه څه نه وايي، خو یوه امنیتي سرچینه وايي، تېره اوونۍ چې انټرکانټیننټال هوټل ته نږدې کوم دوه کسان وژل شوي وو، قاتلان یې نیول شوي دي.

دغه شرچینه وايي چې له برید ګرو تر پلټنو وروسته به جزییات له ټولو سره شریک کړل شي.

په قطر کې خبریال او بي بي سي ته د دغه رپوټ لیکوونکی سمیع یوسفزی په دې اړه وايي:«له پکتیکا د کونړ ولایت په لور روان وو چې کابل ښار کې انټر کانټېننټل هوټل ته نږدې له هغه کس سره چې باید لیدلي یې وای او هلته ملېمانه وو وژل شوي دي.»

پاکستانیو طالبانو تر اوسه د دغو دوو کسانو د وژل کېدو د کره ځای په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځینې پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ادعا کړې چې، دغه دوه کسان په کابل ښار کې وژل شوي دي.

پاکستانی خبریال طاهر خان  په دې اړه هکله وايي:«دا د پاکستاني طالبانو لپاره یو ستر زیان دی او پاکستاني طالبان تر ډېر فشار لاندې راي چې څو تنه مشران یې په کابل او پاکستان کې وژل شوي دي.»

شیخ خالد حقاني د پاکستانیو طالبانو د تحریک د پخواني مشر حکیم الله محسود له خپلوانو و او د هغه له وژل کېدو وروسته، د یادې ډلې د مرستیال په توګه ټاکل شوی و.

د راپورونو له مخې شیخ خالد حقاني کله چې حکیم الله محسود د پاکستاني طالبانو مشري کوله، د یادې ډلې د شورا ریاست پر غاړه درلود.

له دې سره سم، ځینې افغان سیاستوال کابل ته د یادو کسانو راتګ او بیا د هغو د وژل کېدو څرنګوالی د پوښتنې وړ بولي.

د سیاسي چارو شنوونکی احمد سعیدي په دې اړه وویل:«خالد حقاني او یونس هم له هغې ډلې وو چې ښايي کابل ته راغلي وي چې له چارواکو سره هوکړه وکړي. او زه باور لرم... هغه ډلې چې نه غواړي طالبان تسلیم شي او له جګړې لاس واخلي، د هغوی له لوري وژل شوی دی.»

په هند کې د افغانستان مخکنی سفیر شیدا محمد ابدالي په دې اړه څرګندوي:«د دغو دواړو وژل کېدل د دې ښودنه کوي چې له بده مرغه لاهم بهرني لاسونه شتون لري او د افغانستان د سولې بهیر لاهم کوم ځای ته نه دی رسېدلی چې موږ د دې تمه ولرو چې په افغانستان کې سوله راشي.»

شیخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو د تحریک پخواني مشر حکیم الله محسود له خپلوانو دی او د هغه له وژل کېدو وروسته د هغه د مرستیال په توګه ګومارل شوی و.

د رپوټونو پر بنسټ شیخ حالد حقاني هغه مهال چې حکیم الله محسود د دغې ډلې مشر و، د پاکستاني طالبانو د شورا ریاست پر غاړه درلود.

شریک یي کړئ