Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د یوې کورنۍ د څلور تنه غړو وژل کېدو په هکله غبرګونونه

د هغو درې ماشومانو او مور مړی چې تېره شپه (یکشنبې د مرغومې په ۲۹مه) د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې په اړوند جنګلک سیمه کې د ناپېژانده کسانو له خوا په تېشې سره وژل شوي وو، نن خاورو ته وسپارل شول.

د دغو وژل شویو کسانو خپلوان وايي چې هغوی له چا سره دښمني نه لرله او همدارنګه د دغې بې رحمانه وژنې انګېزه هم څرګنده نه ده.

له دغې کورنۍ یوازې یو تن چې د دغو درې وژل شویو ماشومانو پلار دی ژوندی پاتې دی، خو هغه در دې بریده غمجن دی چې د خبرو کولو وس نه لري.

د ماشومانو ماما محمد قاسم وویل:«هر هغه څوک چې له دغو وژونکو سره مراعت وکړي او رحم پرې وکړي دوی هم په دغې وینه کې شریک دي.»

هلال، جلال او دیانا هغه درې ماشومان دي چې د خپلوانو په وینا یې په تېشې سره په بې رحمانه ډول وژل شوي.

د وژل شویو یو تن خپلوان میلاد په دې اړه وايي:«یو سم حکومت راولي، او دغه ګنده حکومت دې ورکړي.»  

د وژل شویو کسان یو بل خپلوان محمد ندیم هم څرګنده کړه:«تر کله به موږ داسې غمیزې وزغمو.»   

 ټول له حکومته نهیلي دي، او پر دې شک لري چې د دې جنایت عاملان به ونیول شي او سزا به ورکړل شي کنه؟.

د وژل شویو یو خپلوان سیف الرحمان حبیبي وویل:«له دغه فاسد حکومته هېڅ هېوادوال تمه نه لري، موږ ډاډه یوو که چېرې د دوی وژونکي ونیول شي، ښايي څو ورځې وروسته یې ازاد شي، د دې لپاره چې موږ لیدلي دي.»

د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو څه نه وایي، خو ولسمشر او اجرایه رییس د دې کورنۍ د څلورو غړو وژل کېدل یو جنایت بولي او د دې پېښې د عاملانو پر نیولو او څېړنو ټینګار کوي.

ولسمشر اشرف غني په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«کابل کې د یوې مور او درې ماشومانو د شهادت له اورېدو مې سخت ټکان خوړلی. دا یو ستر جنایت دی او په دې اړه د کورنیو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست ته امر لارښونه کېږي چې د دغې پېښې عاملان په ګوته او ونیسي.»

اجرایه رییس  عبدالله عبدالله هم وايي:«د دغې پېښې د عاملانو او د دغې قضیې د تعیبولو په اړه چې ډېر یو څرګند جنایت دی ستاسو پاملرنه غواړو.»

د دغو ماشومانو پلار د ټرانسپورټ وزارت کارکوونکی دی. هغه کله چې د یکشنبې ورځې په ماښام له دندې کور ته راستنېږي د خپلو درېیو ماشومانو او میرمنې په وینو لت پت مړو سره مخ کېږي.

ولسمشر او اجرایه رییس د دې کورنۍ د څلورو غړو وژل کېدل یو جنایت بولي او د دې پېښې د عاملانو پر نیولو او څېړنو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ