Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې ماین چاودنې د برېښنا شرکت ۴ کارکوونکي ټپیان کړل

د برېښنا شرکت کابل کې د ماین چاودنې په ترڅ کې د خپلو څلورو کارکوونکو له ټپي کېدو خبر ورکړ.

یاد بنسټ، نن (دوشنبې د غويي په ۱۵مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه چې د کابل اوولسمې ناحیې کې ماین چاودنې د دوی څلور کارکوونکي ټپيان کړي چې د دوو حالت یې د اندېښنې وړ دی.

د برېښنا شرکت وايي چې کارکوونکي یې له کابل ښاره بهر چمتلې سیمې ته د برېښنا یوې چپه شوې ستنې رغولو په موخه تللي وو، او د راتګ پر مهال د ریموټ کنټرول بم چاودنې ښکار شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې دوه اوونۍ مخکې د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې هم د برېښنا یوه ستنه نړول شوې وه چې بیا رغونې یې یوه اوونۍ وخت ونیوو.

د برېښنا شرکت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د دوو تنو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی

شریک یي کړئ