د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن(شنبې د غبرګولي ۱۲مه) تائيدوي چې د کابل بنيسار سیمه کې د سرک غاړې ماین چاودنې د دې وزارت د یوه لرغونپېژندونکي ژوند اخیستی دی.
دا وزارت وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه نور لرغون پېژندونکي ټپيان دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند، محمدصابر مومند څرګندوي چې پېښه نن سهار کابو اووه بجې هغه مهال شوې ده چې یاد لرغونپېژندونکي د مسعینک سیمې ته د کار په موخه روان وو.
د پېښې ټپيان کابل کې «ایمرجنسي» روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا وزارت وايي چې لرغونيپېژندونکي هره اوونۍ له شنبې تر پنج شنبې لوګر ولایت ته تلل.
تر اوسه پورې د پېښې مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.