Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې مقناطسي ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

کابل کې نن(سهار دوشنبې د زمري په ۲۰مه ڼېټه) د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله دوه تنه ټپیان شول.

د پېښې شاهدان وايي چې چاودنه د کابل نهمې حوزې څلورم مکروریانو سیمه کې شوې ده.

تر اوسه امنیتي مسوولينو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

تېره ورځ هم په کابل او کندهار کې دوو چاودنو لږ تر لږه لس ته ولسي وګړي وژلي او پنځه تنه پولیس یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې لومړنۍ چاودنه  یکشنبې له غرمې وروسته د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین په وینا، په دغې پېښه کې چې د ماین چاودنې له امله وه اته تنه وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه چاودنه، د ولسي وګړو د لېږد پر یوه موټر شوې ده.

ورته مهال د کابل پولیس وايي چې دغه ماین په یوې کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و، تېر ماښام هغه مهال چاودنه وکړه چې امنیتي ځواکونو غوښتل هغه شنډ کړي.

د پېښې شاهدان وايي چې چاودنه د کابل نهمې حوزې څلورم مکروریانو سیمه کې شوې ده

شریک یي کړئ