د کابل پنځلسمې حوزې د قصبې په سیمه کې ځانمرګي برید د ۱۲ملکي کسانو کسانو ژوند واخیست او د دریوو بهرنیو وګړو په ګډون یې ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي (چهارشنبې د لړم په ۲۲مه نېټه) پېښه تاییدوي او وايي چې دغه برید د قصبې په قسیم ټانک سیمه کې شوی.
په وژل شویو کې څلور د ښوونځي زده کوونکي ماشومان هم شامل دي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې برید د "ورلډ ګارډ" په نامه د یوه بهرني امنیتي شرکت د کارکوونکو پر موټر شوی دی.
دا پېښه په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره ورځ ولسمشر غني د حقاني ډلې غړی، انس حقاني په مشروط ډول له بنده خوشې کړ.
په همدې حال کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د ولسمشر پر دې کار نیوکې کوي.
د کابل اوسیدونکی، احمد یونس وايي:«دا یې ډالۍ وه، دا چې ولسمشر پرون انس حقاني او څو نور وحشیان له بنده خوشې کړل، دا یې ډالۍ وه.»
د وژل شویو ماشومانو یو تن خپلوان، عبدالغني پوپل زیاتوي:«دا خو ماشومان وو، ښوونځیو ته تلل، دوی په سیاست څه پوهېدل.»
د کورنیو چارو وزارت وايي چې چاودنه د یوه ټونس ډوله موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو چاودنې سره شوې ده.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.