Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې ناپېژانده وسله والو یو سوداګر لوټل او وواژه

نامالومو وسله‎والو نن سهار(سې‎شنبې د غوايي ۲۴مه)د کابل په کارته پروان سیمه کې یو سوداګر تر لوټلو وروسته وواژه. 

د نوموړي سوداګر خپلوان د امنیت د تامین په برخه کي لویه ملامتیا پر پولیسو اچوي او وايي که حکومت د جنايي جرمونو مجرمینو ته سزا ورکړي هېڅوک به د غلا او وژنو جرئت ونه کړي. 

د ولسي جرګې د یوه غړي ساتونکو چې د دې پېښې شاهدان دي، حتا د وسله‌والو پر موټر یې ډزې کړي، خو هغوی وتښتېدل.

د پېښې شاهد محمد نادر په دې اړه وویل:«ډزې یې وکړې موټر یې پلېټ هم نه درلود ما هم پنځه شپږ ډزې پرې وکړې خو وتښتېدل.»

د پېښې بل شاهد اغا ګل هم وايي:«له درې لورو یې پرې ډزې وکړې تر هغې چې مړ شو او حق ته تسلیم شو د موټر دروازه یې خلاصه کړه بیک یې واخیست او ولاړل.»

خو د کابل پولیس د یادي قضيي په هکله د څېړنو له پیلیدو خبر ور کوي او وايي د مجرمینو د پېژندني او نیولو لپاره يي هڅي پیل کړي دي. 

د حشمت برهان خپلوان چې د روغتون ترمخه د هغه د مړي د اخستو لپاره ولاړ دي وايي، دې سوداګر تېر اته‌لس کاله په هېواد کې پانګه‌ونه کړې وه.

دوی حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې په بې‌پروايۍ تورنوي.

د حشمت برهان له خپلوانو محمد حسین وايي:«کله چې یو سوداګر امنیت ونه‎لري پانګه‎وال له هېواده وځي او د ملت بدبختي لا زیاتېږي»

د حشمت برهان یو تن خپلوان عبدالرسول هم څرګنده کړه:«په ښار کې په رڼا ورځ خلک په یوې حلالې نمړۍ پسې خو وژل کېږي.»

هېوادوال د جنايي جرمونو له زیاتېدو اندېښنه لري او وايي، په تېره یوه کال کې پلازمېنه کې وژنې، وسله‌‌والې غلاوې، انسان تښتوونې او نورې پېښې زیاتې شوي دي.

شریک یي کړئ