نن د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند سیمې او ټولګټو وزارت ته نږدې یوې چاودنې دوه تنه ټپيان کړي دي.
دغه پېښه نن سهار رامنځته شوه او ټپي کسان ولسي وګړي دي.
یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دغه چاودنه د یوه مقناطیسي ماین له امله وه چې دفاع وزارت پورې اړوند موټر کې ځای پر ځای شوی و.
پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړي دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغه پېښې مسوولیت نه دی منلی.