د کورنیو چارو وزارت د دې پخلی کوي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند مکروریانو سیمه کې د یوه لاسي ماین چاودنې د یوه بهرني وګړي ژوند واخیست.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې د دغې چاودنې موخه د ملګرو ملتونو سازمان پورې اړوند موتر و.
د رحیمي په وینا، په دغې چاودنه کې پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.