Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابو تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵دولتي ځواکونه وژل شوي دي

په تېرو څه کم څلروېشتو ساعتونو کې، کابو ۱۵ تنه دولتي ځواکونه د هېواد په څو برخو کې د نښتو په پایله کې وژل شوي دي.

په یوې دغې پېښه کې چې د جمعې په نیمه شپه د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ماین چاودنه کې رامنځته شوې چې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان او ۱۰ ځواکونه یې وژل شوي دي.
 
د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي:«په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو تش په نوم ولسوال له خپلو دوه ساتونکو سره وژل شوی. له بده مرغه قومندان مزاري چې د خاش ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یو سر ګروپ و، د سړک غاړې پر ماین برابر شوي او له (خپلو ملګرو) سره شهیدان کېږي.»

رپوټونه رسوي چې په بدخشان کې له دې چاودنې سره همهاله د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې طالبانو پر پولیسو برید وکړ او په دغه برید کې درې پولیس سرتېري ووژل شول.

د کابل په ګاونډ کې لوګر ولایت کې هم د جمعې له ماسپښین راهیسې په ځینو برخو کې جګړې شوي دي.
 
د لوګر د ولایتي شورا مرستیال محمد قسیم خوښۍ ‌وال څرګنده کړه:«تېره ورځ هم، له غرمې وروسته، په قلعه سرسنګ کلي او نواباد کې، هلته عملیات شوي چې د مخالفینو ځواکونو یا طالبانو له خوا پر پوستې برید شوی چې په بالمقابل، پوستې هم پر هغوی برید کړی او د جګړې له امله یو ملکي کس هټۍ وال ټپي شوی دی.»

د جمعې ورځې په سهار د زابل - کندهار پر لویه لار د پولیسو د ګزمې یو کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شو. هغه هم په داسې وضعیت کې چې ځایي چارواکي په زابل کې د امنیت د ښه والي لپاره د چمتوالي خبر ورکوي.
 
د زابل امنیه قومندان حکمت‌الله کوچی وايي:«په ښار او د ښار په شاوخوا کې، پرسونل شته، پولیس دي او هڅه شوې ده چې سیمه په بشپړه توګه تر پوښښ لاندې وي او پولیس په هغه ځای کې فېزیکي حضور ولري.»

د زابل د ولایتي شورا غړی محمد عمر عمري هم زیاتوي:«پر مخالفینو بیا هم غږ کوو. چې نور د دې وخت رارسېدلی چې تاسې افغانان مه وژنې او مه شهیدان وئ.»

د جمعې پر ورځ په لومړي ځل د اختر له اوربند وروسته امریکایي ځواکوونه وویل چې په کندهار ولایت کې یې پر طالبانو دوه بریدونه کړي دي.

د تاوتریخوالي کمښت له هغو اصلي ګامونو بلل کېږي چې په افغانستان کې ښکېل لوري یې باید د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره پورته کړي؛ خو تر اوسه دې چارې ته په لازمه توګه پاملرنه نه ده شوې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو جګړو له امله د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده وي او له ښکېلو لوریو غواړي له هغو جګړې دې ډاډه وکړي چې جګړې ته زمینه برابروي.

شریک یي کړئ