اشرف غني او عبدالله نن هغه سیاسي هوکړه لاسلیک کړه چې د هغه پر بنسټ د مصالحې عالي شورا مسوولیت به د عبدالله په غاړه وي او همدارنګه نیمه کابینه به هم د عبدالله عبدالله په ډلې پورې اړونده وي.
د ملي یووالي په نوم د حکومت له نږدې شپږ کلنې تجربې او له ترینګلتیاوو او ننګونو ډکو ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته؛ اوس مهال د سیاسي راتلونکي لپاره لار د یوې بلې سیاسي هوکړې په لاسلیک سره خلاصېږي.
دا حکومت هم د جوړښت او د واک د وېش له پلوه د ملي یووالي حکومته ته ورته والی لري.
د پوهنتون استاد آرش شهیر پور وايي:«د هماغه تېرو پنځو کلونو ترخه تجربه وي چې په هغه کې د افغانستان د خلکو هېڅ مصلیحت تعریف شوی نه او نه به شي.»
ځينې سیاسي څېرې وایي چې ګډ حکومت به په افغانستان کې له اوسني ستونزمن وضعیت نه د وتلو لپاره د یووالي په رامنځته کولو کې دومره اغېزمنتیا ونه لري.
د جمعیت اسلامي اجرایه رییس عطا محمد نور په دې اړه وویل:«غوره دا وه چې د ټاکنو ګټوونکي ته یې مبارکي ورکړې وه او چمتوالی یې نیولی و، پنځه کاله وروسته ډګر ته راغی وای. اوس که نوم ګدايي کېږدو، بل څه نه شو ویلای.»
د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود هم وايي:«خدای دې وګړي چې دا هوکړه د ټولو سیاسي جریانونو د اتحاد او اتفاق لامل شي.»
هېوادوال هم وایي چې د ملي یووالي حکومت د تجربې تکرار به ورته د منلو نه وي.
د کابل اوسېدونکی محمد نعیم وویل:«د دوی هېڅ یو یې هم خدمت نه کوي. موږ دوی هېڅ نه غواړو.»
د کابل بل اوسېدونکی محمد انور هم زیاته کړه:«یوازې د څوکۍ او واک په پار د خلکو ټولې ګټې یې تر پښو لاندې کړې.»
د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو له مخې به دواړه لوري په کابینه کې پنځوس، پنځوس سلنه ونډه ولري او اشرف غني به ولسمشر او عبدالله عبدالله به د مصالحې د عالي شورا مشري وکړي.