Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانکور کې قومي ونډه، د تحصیلاتو متوازنه پرمختیا یا کوم بل غرض؟

د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه، د کانکور ازموینه کې «قومي او سمتي ونډې وېش» په اړه نیوکې ردوي.

دغو وزارتونو هغه تازه طرحه چې په دې هکله چمتو شوې، په (هغو ولایتونو کې چې پرمختیا یې نه ده موندلې د تحصیلاتو د کچې متوازنه انکشاف) بولي.

په کانکور آزموینه کې د قومي او سمتي ونډو وېشل بلل شوي دي  ؛ د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه دغو نیوکو ته ځواب وايي .

د دغو وزارتونو د چارواکو په وینا په دې تړاو چمتو شوې طرحه کې د کانکور پنځه اویا سلنه آزموینه سراسري په پام کې نیول شوې ده؛ او پنځه ویشت سلنه دغه آزموینه په سیمه‎ییز توګه په ټول هېواد کې له پیاوړو زده کوونکو اخیستل کېږي چې وروسته به له هغوی نه په خپلو ولایتونو کې د متخصصانو په توګه کار واخیستل شي. 

د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمد فیصل امین په دې اړه وویل:«ظرفیت لري، خو د کانکور په ازموینه کې، موږ یې په یوه ازموینه کې اچوو چې د هغې ازموینه وس او توان نه‎لري چې مخ ته یې یوسي. نو موږ دوی په یوه بلې سیالۍ کې اچوو، او امکانات هم ورته برابره وو، ترڅو دغه لوېدلی کس پورته کړو، او دا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دي.»

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي:«له دغې طرحې موخه چې په ګډه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ جوړه شوې، هغه څه چې په ټولنیزو شبکو کې انعکاس پيدا کړی، خدای مه کړه د قومي او ستمي وېش او دا مسایل نه دي.»

بل پلو د شنبې پر ورځ د ولسي جرګې غړو هم پر دې موضوع خبرې وکړي.

د ولسي جرګې غړی احمد بهزاد څرګنده کړه:«دا طرحه په داسې حال کې چې دا طرحه د هېواد له ځوانانو سره یو خیانت دی، او همدارنګه د هېواد د علم غوښتونکي به له جدي ګواښ سره مخ کړي.»

د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت د چارواکو په وینا په هغې طرحه کې چې د چمتووالي د پروګرامونو د بېلتابه په برخه کې د دغو وزارتونو د بدیلې او ګډې طرحې نوم ورکړل شوی دی؛ راغلي دي چې په ټول هېواد کې د سیمه‎ییز کانکورد آزموینې بریالي کسان  باید د طب، حقوق، اقتصاد، کرنې او د انجنیرۍ په متخصصانو بدل شي.

د دې طرحې له مخې هغه کسان به چې په دغو څانګونو کې زده کړې کوي؛ پر پوهنتونونو سربېره ښوونیزې دورې هم بشپړې کړي.

 پروسږکال د هېواد له ښوونځیو پنځه پنځوس زره کسان فارغ شول؛ خو کم شمېر هغو پوهنتونونو ته لاره  پیدا کړه.

د لوړو زده کړ او پوهنې وزارتونو هغه تازه طرحه چې د قومي او ستمي ونډې د وېش په هکله چمتو شوې، (په هغو ولایتونو کې چې پرمختیا یې نه ده موندلې د تحصیلاتو د کچې متوازنه انکشاف) بولي.

شریک یي کړئ