پخوانی ولسمشر، حامد کرزی وايي، واشنګټن افغانستان کې د فساد پراختیاکې ونډه درلوده.
نوموړي له اسوشیټډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې امریکا پرته له حساب ورکړې سلګونه میلیارده ډالره افغانستان کې ولګولې، او دغه کار افغانستان کې د فساد له پراختیا سره مرسته و کړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې په فساد کې خپل لاس لرل رد کړي دي، خو په فساد کې د خپل حکومت د چارواکو لاس لرل نه دي رد کړي.
له بلې خوا پخوانی ولسمشر د پوځي عملیاتو لګښتونو دوام ته په اشارې وايي، څنګه کېدی شي چې اوربند وشي، د هغه په خبره په داسې حال کې چې هره میاشت د بهرنیو ځواکونو لخوا سلګونه بمونه غورځول کېږي.