Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ د کورنیو شرکتونو ۹۰ سلنه الوتنې درول شوې دي

د کرونا ویروس د خپرېدا په لړ کې، د افغانستان د مُلکي هوايي چلند ادارې چارواکي وايي چې په تېرو ۱۵ ورځو کې نړۍ ته د کورنیو شرکتونو ۹۰ سلنه الوتنې درول شوې دي.

د هغوی په وینا خو لا هم د بهرنیو شرکتونو الوتکې افغانستان ته الوت کوي.

د هوايي چلند ادارې چارواکي زیاتوي چې په تازه ګۍ سره افغانستان ته د ایران ماهان شرکت الوتنې د ۱۶ ورځو لپاره درول شوې دي. 

د هوايي چلند اداره وایي پاکستان تازه دغه هېواد ته د هوا له لارې د توکو پر لېږد هم بندیز لګولی دی.

د دغې ادارې مسوولین دا مني چې د کورنیو هوایي شرکتونو د الوتنو په درېدو سره به دغه شرکتونه ډېر زیان ومومي خو وایي د متحده عربي اماراتو شرکتونه تراوسه هم هېواد ته الوتنې کوي.

د ملکي هوايي چلند د ادارې رییس محمد قاسم وفايي زاده په دې اړه وايي:«د الوتنو له لارې یې لېږ رالېږد محدود کړی، هغه هم د کرونا پر ویروس د نه اخته کېدو د تصدیق پاڼې له لرو سره.»

له بلخوا هند ته د هوايي چلند شرکتونو د الوتنو له درېدو وروسته په ټولنیزو پاڼو کې د افغان ناروغانو ویډیوګانې خپرېږي چې په هند کې پاتې دي.

په هند کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر طاهر قادري وویل:«زموږ هندي همکاران وايي چې د خلکو د روغتیا او سلامتۍ لپاره، ټولې پولیې تړلې دي - حتا ایالتي مرزونه تړل شوي دي.»

له دې مخکې د هوايي چلند شرکتونو د خپلو بهرنیو الوتنو د درولو له امله د مېلیونونو ډالرو زیانونو خبر ورکړ.

د دغو شمېرو له مخې په دوی کې یوازې کام ایر شرکت د الوتنو د درېدو له امله په اوونۍ کې ۱۲۰۰ مسافر له لاسه ورکړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي څرګندوي:«باید ځينې اقدامات وشي. ځکه چې شرکتونو په خپلو فعالیتونو کې زیانمن کېږي او حکومت هم مکلف دی چې د دغو شرکتونو په خاطر اړین اقدامات وکړي.»

د هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې په اوسني وخت کې یوازې له افغانستانه متحده عربي اماراتو، ترکیې، اسلام اباد او ایران ته الوتنې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه