Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس له کبله د کندز امنیه قومندان او قلعۀزال ولسوال مړینه

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکو نن(چهارشنبه د غبرګولي په ۱۴مه نېټه) د کرونا ویروس له کبله د دغه ولایت د امنیه قومندان، عبدالرشید بشیر او د قلعه زال ولسوال، فهیم قرلق له مړینې خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت هم د کندز د امنیه قومندان مړینه چې تېره اوونۍ د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله د کابل یوه پوځي روغتون کې بستر شوی وو، تایید کړې ده.

یاد وزارت وايي چې نوموړي ته تنفسي ستونزې پیدا شوې وې.

په همدې حال کې د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د قلعه ذال ولسوال د کرونا ویروس له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ هېواد کې د کرونا ویروس ۷۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوې.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمېرو سره هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۵ او ۲۰۵ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۱۳زر او ۶۲۰ یې فعالې دي.

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس لپاره ۱،۱۱۲ نښې کتل شوې دي.

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د قلعه ذال ولسوال د کرونا ویروس له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ