Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کلابندۍ له کبله د جوند اوسېدونکي د خوړو او درملو کمښت سره مخ دي

د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو د کلابندۍ له کبله د خوړو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

طلوع نیوز ته رسېدلي انځورونه ښیې چې د یادې ولسوالۍ ډېرۍ دوکانونه خالي او یا هم تړلي دي.

د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د خوړلو لپاره خواړه نلري آو همداراز نشي کولی چې خپل ناروغان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.

د جوند ولسوالۍ اوسېدونکی، الله داد څرګندوي:«زموږ د ولسوالۍ لارې تړلې دي او ماینونه په کې خښ شوي دي. نه د سوند توکي لرو، نه ګاز پیدا کېږي او نه اوړه پیدا کېږي. طالبانو زموږ د ولسوالۍ ټولې لارې تړلې دي.»

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی، جلال الدین زیاتوي:«لارې تړلې دي، هېڅ ځای نشو تلی. ان ناروغ لرو، خو د تړلو لارو له کبله نشوو کولی چې دوی روغتیايي مرکزونو ته بوځو.»

په همدې حال کې ولسي جرګې کې د بادغیس استازي وايي چې د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي له سختې لوږې سره مخامخ دي او له دې حالته تر ډېره ماشومان اغېزمن شوي دي دي.

د ولسي جرګې غړی، عبدالبصیر عثماني په دې اړه وايي:«لکه څنګه چې لیدل  کېږي د جوند ولسوالۍ حالت له بده مرغه خراب دی، که پر یوې اوونۍ او لسو ورځو پورې دې ولسوالۍ ته پاملرنه ونه شي او خلکو ته خوراکي توکي ونه رسيږي، په دې ولسوالۍ کې د انساني ناورين شاهد ووسو.»

د بادغیس ولایتي شورا مرستیال، عبدالله افضلي زیاتوي:«د جوند حالت په اړه مو سیمه ییزو مسوولانو، امنیتي چارواکو، د ملګرو ملتونو او نړیوالو همکارانو ته رسولی دی، خو تر اوسه پورې عملي اقدام نه دی شوی.»

د بادغیس امنیتي چارواکي په چورلکو کې جوند ولسوالۍ ته تللي ترڅو ددې سیمې اوسیدونکو ته د مرستې رسولو لارې چارې ولټوي.

د بادغیس والي، عبدالغفور ملکزی په دې اړه وايي:«د مرستو رسول وخت نیسي، خو د جوند خلکو ته به مرستې ورسیږي. له پېښو سره د مبارزې او بېړني حالت ته د رسېدو ریاست د جوند خلکو ته مرستې په پام کې نیولې دي او ډېر ژر به مرستې توزیع شي.»

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي له کابو یو نیم کال راهیسې طالبانو د جوند ولسوالۍ په ټولو لارو کې مینونه ایښي او چا ته دغې ولسوالۍ ته د ورتلو اجاره نه ورکوي. د دوي په وینا آن د مرستندویه ادارو کارکونکي دغې ولسوالۍ ته د تلو اجازه نه لري خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بادغیس ولایت د جوند اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالۍ د څو ورځو راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې ده

شریک یي کړئ