Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کمېسیون:د درې نوماندانو د ټاکنیزو منډو ترړو د لګښت رپوټ نیمګړی دی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د اشرف غني، عبدالله عبدالله او عنایت‎الله حفیظ د ټاکنیزو ډلو د انتخاباتي منډو ترړو د لګښت رپوټ نیمګړی دی.

دغه بنسټ وايي چې د ۱۳ نوماندانو له ډلې، یوازې شپږ نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو د لګښت رپوت دغه کمېسیون ته سپارلی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویانده شیما سروش په دې اړه نن (شنبې د تلې په ۱۳مه) طلوع نیوز ته وویل:«هغه کسان چې رپوټ یې نیمګړی دی؛ ډاکټر محمد اشرف غني، ډاکټرصاحب عبدالله او عنایت‎الله حفیظ دي او ورته راپور ورکړل شوی چې ژر تر ژره خپل رپوټ بشپړ او بېرته کمېسیون ته واستوي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنلارې پر بنسټ، هر نوماند حق لري چې په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې ۴۴۲ مېلیون افغانۍ ولګوي - هغه سیالۍ چې د دوه میاشتو لپاره وې. 

د انتخاباتو کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وايي که‎چېرې کوم نوماندو په ټاکنیزو منډو ترړو کې له تعیین شوې اندازې زیات لګښت کړی وي، جریمه به شي.

هغه زیاته کړه:«د لګښت هغه کچه چې په لومړي سر کې تعیین شوې، که‎چېرې ډېر لګښت وکړي، بیا د هغه لګښت لس سلنه اضافه کېږي او جریمه لري.

خو د محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ ټاکنیزې ډلې وايي چې د ټاکنو کمېسیون ته یې خپل مالي رپوټونه له کومې نیمګړتیا پرته سپارلې دي.

له دې ډلې د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ویاند نجیب دانش وايي چې دغې ډلې په انتخاباتي کمپاینونو کې ۲۰۱ مېلیونه افغانۍ لګولي او رپوټ یې د ټاکنو کمېسیون ته استولی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې یوولسو نورو ټاکنیزو ډلو تر اوسه دغه کمېسیون ته د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو مالي رپوټونه نه دي سپارلي.

 پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د نوماندانو د مالي رپوټونو راټولولو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویانده سمیرا رسا وايي:«د انتخاباتو کمېسیون باید په دې اړه ډېره پاملرنه ولري او ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو مالي رپوټونه او عایداتي سرچینو په اړه مالومات، تسلیم کړي.»

د ټاکنو د قانون له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان باید د ټاکنیزو کمپاینونو او د چوپتیا د دورې له پایته رسېدو وروسته د ټاکنو کمېسیون ته د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو د لګښتونو وروستي رپوټونه وسپاري.

شریک یي کړئ