Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کمېسیون: درملوګ تخنیکي شرکت د ټولو رایو په اړه مالومات استولي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، درملوک تخنیکي شرکت نوموړي کمېسیون ته د ټولو رایو په اړه مالومات استولي دي.

خو کمېسیون د ور رسېدلو مالوماتو په تړاو جزییات نه ورکوي او وايي په دې اړه دوی خپله هم پوښتنې لري او دا پوښتنې یې لا نه دي ځواب شوي.

د درملوک شرکت د رپوټ پر بنسټ د پاکو او ناپاکو، او همدارنګه هغه رایې چې د قانوني سن نه پوره کوونکو له خوا کارول شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استولي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال د دغه رپوټ په تړاو جزییات نه ورکوي خو وایي چې دا مالومات څېړنې ته اړتیا لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات څرګنده کړه:«په کومه کچه رایې تکراري دي او په کومه کچه د رایه ورکوونکو له نوملړ څخه بهر شوي؛ انشاالله دا نن د ورځې تر پایه او یا هم سبا ته له تاسو سره شریکوو.»

تر دې وړاندې د ټکنالوژۍ دغه شرکت ویلي دي چې د رایو د پاکولو په تړاو به خپل رپوټ په درېیو ورځو کې په ډاکه کړي، خو له دې ژمنې یوه اوونۍ تېره شوې ده، د ټاکنیزو کمېسیونونو یو شمېر څارونکي په ټاکنو کمېسیون کې د کار پر پڅوالي نیوکه کوي او وایي چې د دې بهیر د بشپړو مالوماتو د رسېدو په تړاو خبر نه دي.

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې څارونکی عبدالقادر هودخېل په دې اړه وویل:«یوه اوونۍ تېرېږي... او کمېسیون ته بشپړ رپوټ نه دی رسېدلی.»

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې څارونکی یونس نو اندیش هم وايي:«دا کمپنۍ (درملوګ) د داشان یوې سترې پروژې د تطبیق وړتیا نه لري چې دا تړون یې اخیستی او هیله لرم چې له دې پرته نورې غبرې ونه لرو.»

په داسې وضعیت کې چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د تلې میاشتې له اووه ویشتمې د لړم میاشتې درویشتمې ته ځنډېلی دی، هېوادوال پر هغه څه چې په ټاکنو کمېسیون کې یې کمزوری مدیریت بولي نېوکه کوي.

د کابل اوسېدونکی عبدالواحد وویل:«هر څومره چې دا بهیر وځنډېږي، په هماغه اندازه جنایت، غلا او شوکې زیاتېږي او کلپونه ماتېږي. نه پوهېږم تاسې (کمېسیون) چېرته ویده یاست؟»

د کابل اوسېدونکی عبدالرووف پدرام  هم څرګنده کړه:«د یوې ډلې او یا هم د یوه ځانګړي نوماند په ګټه پرېکړه ونه کړي او د افغانستان د خلکو پاکو رایو ته په سپکه ونه ګوري.»

 تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو ۴۷ زره رایو په تړاو مالومات خپاره کړل چې درملوګ شرکت دغه بنسټ ته لېږلې دي. د ټاکنو کمېسیون وایي چې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش لپاره د کارکوونکي د روزونې په برخه کې ټولې تابیاوې نیول شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو د پاکولو د څرنګوالي په تړاو د درملوګ د شرکت د بشپړ رپوټ د ترلاسه کولو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ