Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: د ۳۰۰زره جنجالي رایو په اړه به تر دوه ورځو پرېکړه وشي

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي چې د کابو ۳۰۰ زره جنجالي رایو پر دوسیې د دغه کمېسیون مشرتابه کار کوي او تر راتلوونکو دوه ورځو به د دغو رایو په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

همدارنګه د دغه کمېسیون یو غړی څرګندوي چې د جنجالي رایو په اړه له پرېکړې وروسته، د هغو محلونو شمېر چې باید بیا وشمېرل شي هم کم شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي له درې سوه زره جنجالي رایو څخه له اتیا زره زیاتې رایې د درملوک شرکت لخوا د ګوتو د تکرراي نښو او عکسونو له امله باطلې اعلان شوې خو د پاتې رایو په اړه به په نږدې راتلونکي کې پرېکړه وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی قطب الدین رویدار په دې اړه وویل:«کابو ۳۰۰ زره چې کابو ۸۶ زره رایې یې د ګوتو د نښان او عکسونو د تکراروالي او نورو څيزونو له امله د درملوک له خوا باطلې اعلان شوي موږ د هغه په اړه بحث نه لرو، خو پاتې ۳۰۰ زره نورې رایې چې په څلورو کټګورۍ کې دي، د هغوی په اړه باید په ټولیزه توګه پرېکړه صادره کړو.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییس چمن شاه اعتمادي هم وايي:«دغه دوسیه یو ځل د تحلیل او ارزونې له ریاسته تېرېږي چې تېره شوې او بل پړاو چې د وروستۍ پرېکړې لپاره دی د کمېشنرانو پر مېز دی چې تر راتلوونکو دوه او درې ورځو به پرېکړه وشي.»

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایتونو له څېړلو وروسته اعلان کړی چې د څه د پاسه پنځه زره محلونو رایې بیا وشمېرل شي خو اوس دغه بنسټ وايي د درې زره جنجالي رایو په هکله له تصمیم وروسته به وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

ښاغلي رویدار په دې اړه زیاته کړه:«له پرېکړې وروسته د هغو محلونو په شمېر کې به د پام وړ کموالی راشي چې بیا شمېرلو ته تللي دي.»

خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په دغه بنسټ کې د ځینو ستونزو خبره کوي.

د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې څارونکی ناصر ناصري زاده وویل:«د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وخت ضایع کوي او هغه قضیې چې اهمیت نه لري د دوی د کار پر مېز دي او له ولایتي کمېسیونونو سره یې اړیکې ډېرې کمزورې دي.»

له ولسمشرۍ ټاکنو څلور میاشتې تېرېږي خو تراوسه د دغو انتخاباتو وروستۍ پایلې نه دي روښانه شوي، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به د ټاکنیزو شکایتونو په هکله وروستۍ پرېکړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولېږل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي له درې سوه زره جنجالي رایو څخه له اتیا زره زیاتې رایې د درملوک شرکت لخوا د ګوتو د تکرراي نښو او عکسونو له امله باطلې اعلان شوې دي.

شریک یي کړئ