Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښتې

دکندز ولایتی شورا وايي چې طالبانو تېره ورځ(یکشنبې د غبرګولي۱۴مه) خپل بریدونه د یاد ولایت پر امام‎صاحب ولسوالۍ پیل کړي دي.

د ولایتي شورا غړی، محمد یوسف څرګندوي چې اوس‎مهال د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښتې روانې دي.

دی زیاتوي چې د بریدونو له امله کابو زر کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړې شوې او کابو ۲۰ تنه ملکي کسان ټپیان دي.

ښاغلی ایوبي وايي چې طالبانو تر اوسه د امام‎صاحب مرکز پر لور دوه کیلومټره پرمختګ کړی دی.

په همدې حال کې د امام‎صاحب ولسوال، عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې افغان ځواکونود طالبانو برید په شا تمبولی دی او دې ډلې ته درنه مرګ‎ژوبله اوښتې ده.

د امنیه قومندان وايي په دې نښته کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی او دوه زغره‎وال ټانکونه یې هم له منځه تلي دي.

د کندز ولایت پر امام صاحب ولسوالۍ طالبانو بریدونه پیل کړې، ویل کېږي چې تراوسه پورې کابو زر کورنۍ بې ځایه شوې او۲۰ تنه ملکي کسان ټپیان دي

شریک یي کړئ