یو ډله کندهاري ځوانانو چي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې او له هغوی سره د غمشریکۍ په موخه شمعې بلې کړې دي وايي هدفي او پلان شویو وژنو، خلک اندېښمن کړي، زیاتوي چې حکومت باید د مخنیوي لپاره یې جدي اقدام وکړي.
د کندهار اوسېدونکی، محمود خان څرګندوي:«نور موږ دا حالت نهشو زغملی، هره ورځ چاودنې کېږي. هره ورځ هدفي وژني کېږي. بالاخره زموږ ملکي کسانو برخلیک څه دی.»
د کندهار ولایت بل اوسېدونکی، احمدالله وايي:«ایا موږ د ژوند کولو حق نه لرو، که موږ د ژوند کولو حق لرو، موږ دې خپل ژوند کولو ته پرېښودل شو، او د دوی څخه مو دا غوښتنه ده چې د جګړې قوانین دې مراعت کړي، هر بې ګناه او ملکي کس د وژني څخه دې لاس واخلي.»
دغه ځوانان د جګړي پر ښکېلو غاړو غږ کوي، تر څو د خپلو پوځي موخو لپاره دې ملکي کسان نه وژني ـ د دوی په وینا د جګړې ډېری قربانیان ملکي کسان دي.
د کندهار اوسېدونکی، مهتمم صالح څرګندوي:«موږ په لومړي قدم سولې ته ضرورت لرو او چې تر څو سوله نه وي شوې، همدا وژنې به دوام لري، خو تل په داسې حالاتو کې قرباني ملکي کسان ورکوي.»
منیر احمد وايي:«خلک له کورونو را ایستل کېږي. د خپلو ماشومانو او مېرمنو په مخ کې په بې رحمۍ وژل کېږي.»
د یو امنیتي سرچیني له قوله په تېره اکتوبر میاشت کې په کندهار ولایت کي ۱۶ کسان په هدفي وژنو کي وژل شوي دي.
عبدالحنان منیب د کندهار د والي مرستیال :«په دې ورستیو کې وسلهوالې مخالفې ډلې سختې ځپل شوې دي. هغوی کوښښ کوي چې په ښار کې د خلکو په منځ کې وحشت خپور کړي او همدارنګه غواړي د سولې په خبرو کې امتیاز لوی کړي، خو موږ تل هڅه کړې ده، که هره هدفي وژنه ترسره شوې وي، موږ د هغوی عاملین نیولي دي.»
که څه هم کندهار د هېواد په سوېل کې د نورو ولایتونو په پرتله نسبتآ امن ولایت شمېرل کېږي، خو په دغه ولایت کې د هدفي وژنو له امله خلک سخت اندېښمن دي.