Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار او هلمند کې د سېلابونو له راتلو سره ۱۱تنه وژل شوي

د هېواد په سوېل کې ځايي چارواکي وايي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د سېلابونو له راتلو سره ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۲تنه نور ټپیان دي.

د دغو چارواکو په وینا، دغه سېلابونه د هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه په سوېلي ولایتونو کې د واورې او باران له درنو اورښتونو وروسته راغلي دي.

په دې ډله کې درې تنه د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ او لشکرګاه ښار کې د سېلاونو له راتلو سره وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي:«چارواکي هڅه کوي چې د سېلابونو له امله د ټولو زیانمنو او وژل شویو شمېر چمتو کړي او دا چې څومره کورنۍ زیانمنې شوې دي. د دې امکان شته چې د وژل شویو شمېر زیات شي.»
 
ورته مهال د کندهار ځايي چارواکي هم وايي چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د شدید باران د اورېدو په پایله کې د څو کورونو د چت له لوېدو او د دېوالونو له نړېدو سره اته تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.

له دې سره جوخت د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې هم د درنې واورې له اورېدو سره د دغه ولایت ښار ته ټولې تللې لارې بندې شوې دي.

د هرات د امنیه قومندان ویاند عبدل احد ولي زاده وايي:«د هرات - کندهار - کابل لویه لار په بشپړه توګه بنده ده. د هرات - تورغنډۍ، هرات - اسلام کلا او هرات - قلعه نو لویه لار له تېرې شپې راهسې په بشپړه توګه بندې شوې دي.»

د هوا پيژندنې د ادارې د اټکل له مخې د مرغومي په یوویشتمه او دوه ویشتمه یعنې پرون او نن د هېواد په یو ویشتو ولایتونو کې د واورې او باران کچه له لسو تر پنځه څلوېښتو ملي مټرو او له لسو تر پنځوس سانټي مټرو پورې اټکل شوې وه.

د هوا پېژندنې ملي اداره وایي چې په راتلونکې اوونې کې به هم هېواد د درنې واورې او بارانونود اورېدو شاهد وي.

همزمان با این، در پی ریزش برف‌های سنگین در ولایت‌ غربی هرات، تمامی راه‌ها به شاهراه این ولایت مسدود شده‌اند.

شریک یي کړئ