Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار او هلمند کې چاودنو پنځه تنه وژلي

نن ماښام (شنبې د کب په ۲۵ مه) په کندهار او هلمند کې چاودنو پنځه تنه وژلي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

لومړی د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په یوه بڼ کې رامنځته شوې او په هغه کې څلور تنه وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندان تادین خان وايي چې په دغې چاودنه کې د کندهار د عامه امن او نظم قطعې قومندان حاجي زمری او درې ولسي وګړي وژل شوي دي. خو سرچینې وايي چې په دغې پېښه کې د ملاګل په نامه یو قومندان او یو قومي مشر هم وژل شوي دي.

په ورته وخت کې هلمند کې ځايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوې ماین چاودنه کې د ملي امنیت یو ځواک او درې تنه نور ټپيآن شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا دغه پېښه نن د شپې د ۸ بجو په شاوخوا کې لښکرګاه ښار کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي امنیت په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه وکړه.

تراوسه د دغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

کندهار او هلمند کې چاودنو پنځه تنه وژلي

لومړی د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په یوه بڼ کې رامنځته شوې او په هغه کې څلور تنه وژل شوي دي. تادین خان وايي چې په دغې چاودنه کې د کندهار د عامه امن او نظم قطعې قومندان حاجي زمری وژل شوی.

شریک یي کړئ