Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته؛ ۳ سرتېري وژل شوي

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو له بریده خبر ورکړ، چې پایله کې یې ۳ سرتېرو ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو تېره شپه(سې شنبې د چنګاښ په ۲۴مه نېټه) د میوند ولسوالۍ په سوربغل سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

د خبرپاڼې له مخې له بریده وروسته سیمې ته مرستندویه ځواک رسېدلی.

د نښتې په پایله کې د ۱۵ طالبان وسله والو له وژل کېدو او د ۱۰ له ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید پایله کې ۳ سرتېرو ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ