د رسنیو د ملاتړ اداره، نۍ وايي کندهار کې د هېواد ټلویزیون د خبري پروګرامونو چلوونکی، عبدالحمید هوتکي سېشنبې ماښام (د تلې په دوهمه نېټه) په یوې چاودنه کې ټپي او نن سهار یې روغتون کې ساه ورکړه.
په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د هېواد ټلویزیون رییس، صدیقالله خلیق نۍ ته ویلي چې چاودنه تېر ماښام کابو ۸:۳۰ د دولت جوړوونکي ټاکنیزې ډلې دفتر ته نېږدې شوې ده.
هغه د پېښې څرنګوالي په تړاو ویلي چې چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له کبله شوې ده.
د هېواد په سویل کې د نۍ دفتر مسوول، سمیع غیرتمل وايي، هوتکي یوه روغتون ته د دوا اخیستو لپاره تللی وو چې د چاودنې ښکار شوی.
هغه زیاته کړې ښاغلی هوتکي په چاودنه کې ټپي شوی وو چې نن چهارشنبه یې روغتون کې ساه ورکړه.
عبدالحمید هوتکي له پنځو کلونو راهیسې د هېواد راډیو ټلویزیون په بېلابېلو برخو کې کار کولو.
نۍ له امنیتي بنسټونو غواړي چې د خبریالانو او د رسنیو د خوندیتوب په ځانګړې توګه د ټاکنو پرمهال جدي پاملرنه وکړي.