Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د ځانمرګي بریدګر بې برخلیکه کورنۍ

د کندهار ژېړۍ ولسوالۍ امنیه قومندان د هغو چا له کورنۍ لیدو ته د خواخوږی په موخه ورغلی چې زوی یې تېره اوونۍ پرې ناکام ځانمرګی برید ترسره کړی وو.

شمس الله هغې کورنۍ سره ګوري چې زوی یې غوښتل هغه ووژني.

په همدې حال کې د بریدګر مور وايي چې زوی یې کروندګر وو او نه پوهیږي چې ولې ځانمرګي برید ته اړی شوی دی.

اغلې درخانۍ وايي چې زوی یې څلور کوچني ماشوم لري چې اوس مهال له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

درخانۍ د ځانمرګي بریدګر، حمیدالله مور ده، هغه وايي چې نه پوهېږي ولې یې زوی په برید لاس پورې کړی دی.

درخانۍ زیاتوي چې د حمیدالله په وژل کېدو سره له خپلو څلورو نورو ماشومانو سره بې برخلیکه پاټې ده:«زوی مې په هېڅ نه پوهېدو، ټولې دا ځمکې هغه جوړې کړې دي، بزګر وو، تراکټور یې چلولو. اوس یې دا ماشومان پاتې دي.»

د حمیدالله د کورنۍ غړي هغه کسان چې نوموړی یې برید ته هڅولی، د افغانستان دښمنان بولي.

د حمیدالله خپلوان، محمدحسن په دې اړه وايي:«موږ د ارامۍ ژوند غواړو، نه غواړو چې له پولیسو او یا بل چا سره مخالفت ولرو، خدای دې هغه کس تباه کړي چې د یوې کورنۍ کشر غولوي.»

د حمیدالله بل خپلوان، عبدالغفار زیاتوي:«که هغه کسان پیدا شي چې زما وراره یې خطاویستلی، زه یې دښمن یم، دښمن یم، هغه کس چې زما کورنۍ باندې داسې کار کوي، او زما کورنۍ داسې تباه کوي.»

د سیمه ییزو پولیسو قومندان وايي، په دې اړه یې مالومات درلودل دا چې د دغې کورنۍ زوی له طالبانو سره یوځای شوی او ټاکل شوې، پر ده ځانمرګی برید ترسره کړي.

شمس الله زیاتوي:«بریدګر محمدالله نومیده چې د بسم الله زوی دی، موږ یې په اړه مالومات درلودل چې د طالبانو سره اړیکه لري. غوښتل یې په ما باندې ځانمرګی برید وکړي، خو مخکې له مخکې یې چاودنه وکړه. کورنۍ یې ډېره غریبه ده، او موږ ورسره مرسته وکړه.»

حیمدالله تېره اوونۍ کله چې تېره اوونۍ یې غوښتل د ژېړۍ ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان، شمس الله  پر موټریز کاروان برید وکړي، له بریده مخکې د پولیسو لخوا وپېژندل شو او ووژل شو.

suicide

شریک یي کړئ