د کندهار ولایت امنیتي مسوولین له طالبانو سره نښته کې د اوو افغان سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د پولیسو خبرپاڼه وايي چې یاد سرتېري تېره ورځ (پنجشنبې د زمري په لومړۍ نېټه) د تخته پل ولسوالۍ په "ملید پر" سیمه کې هغه مهال وژل شوي دي چې طالبانو د دوی پر پوستو بریدونه وکړل.
خبرپاڼه کې نور جزيیات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ارغستان او معروف ولسوالۍ کې هم دوو ورستیو ورځو کې سختې نښتې شوې دي او د نښتو پایله کې د پاکستاني وسله والو په ګډون ۲۵ تنه طالبان وژل شوي وو.
په دې اړه مو اندونه