ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې په کندهار ولایت کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو د برید په پایله کې د دغې ډلې ۱۰ تنه بریدګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ خو د هغوی برید د امنیتي ځواکونو له خوا په شا تمبول شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو څلور موټرسایکله هم له منځه تللي دي.
ملي دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
بلخوا طالبانو هم تراوسه د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.