د کندهار ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې په دامان ولسوالۍ کې نن(دوشنبې د غويي۱۰مه) د ځانمرګي برید په پایله کې د یوې مدرسې ۱۱ زده کوونکي وژل شوي دي.
دا برید د رومانیايي ځواکونو پر کاروان شوی دی.
دا چارواکي زیاتوي چې پیښه غرمه کابو ۱۲ بجې په دامان ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د رومانیایي ځواکونو کاروان ته څېرمه چاودنه ورکړه.
د کندهار پولیس همداراز څرګندوي، دغه پیښه کې ۹ ملکي کسان، دوه افغان سرتېري او ۵ رومانیايي سرتېري هم ټپیان دي.
د برید مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.