Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې ۲۵طالب وسله‎وال وژل شوي

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۲۵ طالب وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، ضیا دراني وايي چې تېره شپه( دوشنبې د چنګاښ۲۵مه) د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په دونکي سیمه کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

ښاغلی دراني زیاتوي چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۱۵ طالب وسله‎وال ټپیان شول.

د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي چې په نښتو کې ۱۶ افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ته، خو د ټپيانو او وژل شویو سرتېرو کره شمېر نه دی څرګند.

د ارغستان ولسوالۍ دونکي سیمه د ډیورنډ کرښې ته نېږدې پرته ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

کندهار کې ۲۵طالب وسله‎وال وژل شوي

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۱۵ طالب وسله‎وال ټپیان شول

شریک یي کړئ