Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندوز کې د نښتو په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندوز پولیس په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په درې نښتو کې کابو ۲۴ طالب جنګیالي وژل شوی او ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

په خپرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه نښتې تېره شپه د دغه ولایت په دشت ارچي، خان اباد او امام صاحب ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې نن (یکشنبې د وري په ۳مه) خپره شوې په دغو نښتو کې د ۲۷ طالب جنګیالیو له وژل کېدو خبر ورکوي.

ملي دفاع وزارت په دغې خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې په یوې دغې نښته کې، د طالبانو یو قومندان قاري حافظ هم وژل شوی دی.

د کندوز پولیس وايي چې په دغې نښته کې دوه تنه دولتي ځواکونه هم وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په درې وروستیو ورځو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې زور اخیستی دی.

شریک یي کړئ