Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کنړ کې د پاکستاني پوځیانو د توغندويي برید پایله کې یو تن وژل شوی

د کنړ ځايي چارواکو د سې‎شنبې په ورځ (د وري په ۲۱ مه) ویلي دي چې د پاکستان د توغندويي بریدونو په پایله کې د کنړ ولایت یو ولسي وګړی وژل شوی دی.

د کنړ د والي ویاند غني صمیم په دې اړه طلوع نیوز ته ویلي چې پاکستان په تېرې یوې اوونۍ کې پر کنړ کابو ۱ زور او ۵۰۰ توغندي توغولي دي چې په پایله کې یې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۷ تنه نور ټپيان شوي دی.

د صمیم پر وینا د توغندویو توغولو له دوه ورځني ځنډ وروسته، د دوشنبې پر شپه د دانګام او سرکانو پر ولسوالیو کابو ۴۰۰ توغندويي ګوزارونه شوي او ډېری دغه توغندي پر دانګام ولسوالۍ کې لګېدلي دي.

صمیم زیاته کړه:«د دوشنبې پر شپه د توغندويي بریدونو په پایله کې د کنړ ولایت په سرکانو ولسوالۍ کې یو مُلکي تن وژل شوی دی.»

د هغه په خبره چې د ورځې په لړ کې او پر خوره توګه پر دغې ولسوالۍ توغندويي بریدونه کېږي.

پاکستان له څو کلونو راهیسې د افغانستان پر ځینو سیمو توغندويي بریدونه کوي. که‎څه هم پاکستان ادعا کوي چې له دغو توغندويي بریدونو سره ترهګر په نښه کړي، خو کابل وايي چې د ترهګرو پټن‎ځایونه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه