Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"که له فساد سره مبارزه ونه شي پرافغانستان به مالي مرستې ودرول شي"

کابل کې د امریکا سفیر جان بس نن یکشنبې (د لیندۍ ۲۴مه) په ارګ کې له فساد سره د مبارزې په جوړه شوې ملي غونډه کې خبرداری ورکړ، که چېرې په افغانستان کې له فساد سره جدي مبارزه ونه شي واشنګټن او نړیواله ټولنه به خپلې مالي مرستې ودروي.
 
په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر په افغانستان کې د اداري فساد پرشتوالي سخته نېوکه وکړه او خبرداری ورکړ چې که د فساد ښکارنده له منځه ولاړه نه شي، ښایي امریکا او نړیواله ټولنه له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورنه کړي.

ښاغلی بس وايي چې د مشخصو کسانو د ګټو لپاره د مرسته شویو پیسو لګول کېدو، په دغه هېواد کې نړیوال مرسته کوونکي نهیلې کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس زیاته کړه:«زموږ دولتونو، ادارو او خصوصي برخو خپل باور له لاسه ورکړی دی، هغه پیسې چې موږ یې په واک کې ورکوو په سمه توګه نه لګول کېږي، بلکې د څو تنو د ګټو په برخه کې لګول کېږي.»

د امریکا دغه جګپوړی ډېپلوماټ په افغانستان کې اداري فساد نهیلوونکی او د افغانستان پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بولي.

ښاغلي بس زیاته کړه:«د افغانستان خلک تر یوه بریده پوهېږي چې د دولت جګپوړي کارکوونکي څومره شتمني لري او باید له هغوی نه وپوښتل شي چې لږ ترلږه  دا شتمنۍ یې له کومه ځایه راغلې ده.»

که څه هم  افغان حکومت له فساد سره په مبارزه کې د لاسته راوړنو یادونه کوي؛ خو جان بس وایي چې په تېرو دوو کلولنو کې دا هڅې د قناعت وړ نه وې.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس څرګندوي:«په همدغو دوو کلونو کې چې د سفیر په توګه کار کوم ؛ اداري فساد تر ټولو لوی هغه لامل دی چې زموږ استازي یې نهیلي کوي.»

بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني بیا په دې اړده وايي:«زموږ اټکل دا دی چې موږ د دولت نیمايي مشروع عواید د ناقانونه لاسوهنو له امله له لاسه ورکوو، د ګمرکاتو او عوایدو برخې باید په بنسټيزه توګه مسلکي، بې پرې او له هر ډول سیاسي مداخلې لیرې وي، دا ټول فساد د افغانستان ملت نه شي منلی.»

بلخوا ولسمشرغني له فساد سره مبارزه د قانون له واکمنۍ پرته ناشونې بولي او کورنیو چارو وزارت ته امر کوي چې د عامه نظم پخوانی قوماندان زمری پیکان او په فساد نور تورن کسان ونیسي.

ښاغلی غني زیاتوي:«نن د زمري پیکان د نه نیول کېدو له امله، د کورنیو چارو وزیره، د افغانستان شهرت هره ورځ تر پوښتنې لاندې راځي او زموږ سیاسي اراده تر پوښتنې لاندې راځي، پر دغه کس حکم شوی چې یو سراسري بنسټ چې نظم عامه و د فساد په سرچینې بدل کړی و، د کورنیو چارو وزیر صاحب د دغه کس نیول تاسو ته یو حکم دی او باید عملي شي.»

د امریکا متحده ایالتونو سفیر تر هغه وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د احتمالي بندېدو خبرداری ورکوي چې نړیوال بانک په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي چې افغانستان به له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته هم په کال کې له شپږو تر اته مېلیارد ډالرو پورې نړیوالې مرستو ته اړتیا ولري.

شریک یي کړئ