Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کونړ کې د پاکستاني پوځيانو د احتمالي جګړې پر وړاندې چمتووالی

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې افغان سرحدي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې د احتمالي جکړې چمتوالی نیولی دی.

تېره اوونۍ د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځه د یوې پوستې د جوړېدو پر سر دوه ورځې جګړه رامینځته شوه‎.

اوس د هېواد په ختیځ کې د سرحدي لومړی لوا قومندان وايي پاکستاني پوځیانو د بریدونو د ځواب ورکولو په موخه د کونړ او نورستان د غرونو په حاکمو سیمو کې یې سرحدي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

بریدجنرال محمد ایوب حسین خېل همداراز وايي:«په اووم تاریخ باندې زموږ او د دوی ترمنځ ډز بند وشو، تر اوسه پورې بیا جنګ نه دی شوی، سرحدي ځواکونه په عالي مورال سره لاس په ماشه دي، هغو سیمو کې چې دوی تحرکات کول، اوس نشته، زموږ نښه ویشتونکي هغه سیمې څاري.»

د هېواد په ختیځ کې د سرحدي لومړی لوا قومندان وايي یوه اوونۍ وړاندې پاکستاني ځواکونو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام کلي د تورکمر په لوړه څوکه کې د پوستې جوړولو کار پیل کړی و چې افغان ځواکونو یې پر وړاندې غبرګون ته اړ کړل.

د کونړ ناړۍ سرحدي ولسوالۍ دوکلام سیمه کې چې د ډیورنډ فرضي ګرښې ته څېرمه پروته ده، که څه هم د جګړې وروسته د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو ترمنځ ډز بندي اعلان شوې، خو افغان سرحدي ځواکونه اوس هم کوته په ماشه دي.

د دوکلام کلي اول سرحدي ټولي قومندان، دوهم بریدمل عبدالصابر حیدري زیاتوي:«پاکستانیانو غوښتل چې د تور کمر په سیمه کې چې صفري نقطه ده، زموږ په خاوره کې پوستې جوړې کړي، موږ لومړۍ غوښتل چې د مذاکراتو له لارې دا خبره حل کړو دا چې په دې سیمه کې د تاسیساتو سره زموږ پوځیان او خلک حساسیت لري، خو بیا هم خپل کار ته دوام ورکړ، او پر افغان ځواکونو یې دزې وکړې او جګړه پیل شوه.»

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ قومي مشر، عبدالناصر زیاتوي:«زموږ د سرحدي ځواکونو په مټ پاکستاني پوځيانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، هر ورځ په موږ تېری کېږي او موږ یې مخالف یوو.»

د ناړۍ سرحدي ولسوالۍ اوسېدوونکي وايي پاکستان غواړي د افغانستان په خاوره کې دننه په حاکمو نقطو کې پوستې جوړې کړي‎.

قومي مشر، کفایت الله وايي:«دلته لس کاله کېږي چې پوسته ده، اوس پاکستاني پوځيان غواړي شا ته یې پوسته واچوي، خو موږ حکومت ته دا وايي چې ورسره ولاړ یوو، حکومت دې مخکې وي، موږ ورپسې ولاړ یوو.»

قومي مشر، غوث‎الدین څرګندوي:«دا اوسنۍ خبره نه ده، له دې ځایه درې او څلور ځلې جګړه کړې ده، کله چې جګړې شوې دي، ولس سم د خپل پوځیانو ملاتړ کړی دی.»

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ دوکلام کلی د ډیورنډ فرضي ګرښې د پاکستان چترال سره پوله لري چې د تېرې اوونۍ د دوه ورځو جګړو پر مهال د دې کلي دوه مېرمنې وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په کډون پنځه تنه نور ټپیان دي. خو افغان امنیتي چارواکي بیا ادعا کوي چې دوه ورځنۍ جکړه کې پاکستاني پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځه د یوې پوستې د جوړېدو پر سر دوه ورځنۍ جګړه رامینځته شوه‎.

شریک یي کړئ