Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګډه اعلامیه؛ د امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه مشخصه شوه

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک سره هم مهاله، افغانستان او امریکا هم د دواړو هېوادونو د راتلوونکو همکاریو د څرنګوالي په اړه ګډه اعلامیه چمتو کړې ده.

د دغې اعلامیې له مخې تمه ده ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو په موده کې له افغانستانه ووځي.

د ناټو عمومي منشي او د امریکا دفاع وزیر ولسمشر غني سره په ګډه خبرې ناسته کې وایي چې دوي له افغانستانه د ملاتړ په اړه خپلو ژمنو ته پاپنده دي.

له افغان حکومت سره د امریکا متحده ایالتونو د ګډې اعلامیې له مخې د ۱۳۵ ورځو په لړ کې به امریکايي ځواکونه اته زرو او ۶۰۰ ته راکم شي.

د امریکا متحده ایالتونو او متحدانو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګټې نه اخیستو د مخنیوي تضمین؛ له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو مهالوېش، له طالبانو سره د مذاکرې لپاره د یوه پراخ پلاوي جوړېدل، او دایمي او پراخ اوربند د دې اعلامیو له څلورو برخو دي.

د اعلامیې په یوې برخه کې چې نن  په کابل کې د امریکا له دفاع وزیر او د ناټو له سرمنشي سره د ولسمشر غني له لیدنې وروسته خپره شوې ده راغلي دي چې:«د امریکا متحده ایالتونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په ګډې اروزنې سره امریکا متحده ایالتونه، د دغه هېواد متحدان او ایتلاف به له افغانستانه د پاتې بهرنیو ځواکونو وتل د دې ګډې اعلامیې له خپرولو او د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو څوارلس میاشتې وروسته بشپړکړي او په افغانستان کې له پاتې اډو نه خپل ټول ځواکونه په دې هوکړه لیک کې د طالبانو د ژمنو په ترسره کېدو سره وباسي.»

د دغې اعلامیې په بله برخه کې راغلي:«د افغانستان له پوځیانو ملاتړ، د افغان حکومت د رضایت په صورت کې له نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه او دغه راز د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو د آسانتیاوو برابرېدل له افغانستان سره د امریکا د ژمنو یوه بله برخه ده.»

د دغې اعلامیې په بله برخه کې لیکل شوي:«افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی چې د بین الافغاني خبرو اترو له پیلېدو سره سم به د ډیپلوماټیکو اقداماتو له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړ څخه د یو شمېر طالب زندانیانو د نومونو د لرې کولو لپاره د ۲۰۲۰ز کال د مۍ تر ۲۹ نېټې پورې اقدام کوي. دا اقدام به په هر صورت کې د کاري چوکاټ د موافقې او تلپاتي او پراخ بنسټه اوربند تر موافقې وروسته په ۳۰ ورځو کې کېږي.

د دې اعلامیې په درېیمه برخه کې ټينګار شوی دی چې له طالبانو سره د امریکا هوکړه به د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا په تصویب او تایید سره وي. د بیارغونې لپاره به اقتصادي همکارۍ دوام ولري. امریکا متحده ایالتونه به د افغانستان د ځکمنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د ګواښ او زور له کارولو او یا د هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره به د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د جوړولو په موخه دوامدارو هڅو ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، له ولسمشر غني سره د ګډې اعلامیې د صادرلو لپاره کابل ته راغلي دي.

شریک یي کړئ