Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یونما: په تېر کال کې ۳۴۰۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ (یونما) په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په هکله خپور شویو رپوټ ښيي چې په دغه کال کې ۳۴۰۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۹۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ چې نن (شنبې د کب په ۳مه) خپور شوی، د ۱۶۶۶تنه ولسي وګړو د وژلو عاملین د دولت مخالې ډلې او همداراز د ۱۴۷۳ ولسي وګړو د وژنې عاملین بیا دولتي ځواکونه پېژندل شوي دي.

په افغانستان کې د یونما د بشري حقونو برخې رییسه فیونا فریزر وايي:«په ۲۰۱۹ز کال کې، د تېرو پنځو کلونو په څېر، یونما په وسله والو نښتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لوړ شمېر ثبت کړی. مهمه موضوع دا ده چې، د جګړې پایته رسول ډېر اړین دي؛ چې په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوپلې کچه صفر ته ورسېږي. د سړک غاړې له ماینونو استفاده باید پای ته ورسېږي. په قصدي توګه د ولسي وګړو وژل هم باید پای ته ورسېږي. په ټول کې باید هغه نښتې چې د نارینه وو، ښځو، هلکانو او نجونو د وژلو لامل کېږي، باید پای ته ورسېږي.»

د یونما دغه راپور دا ښيي چې، د ولسي وګړو د پنځه سلنې کمښت لامل په افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو کمښت دی؛ خو تېر کال ته په کتو، د طالبانو او دولت پلوي ځواکونو په بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

یونما د دولت پلوي ځواکونو په هوايي بریدونو او همداراز د څارګرې ملي ادارې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو نیوکه کړې ده.

اغلې فریزر زیاتوي:«موږ په هوايي بریدونو کې د ډېرو ولسي وګړو د وژل کېدو شاهدان و. ګورو چې خلک وژل او ټپي کېږي؛ خو دغه جګړه اقتصادي او ټولنیزې اغېزې هم لري. خلک بې ځایه کېږي، خپلې شتمنۍ له لاسه ورکوي او زده کړو ته د ماشومانو لاسرسی هم اغېزمن کوي.»

له دې ټولو سره سره، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواو غواړي؛ چې په جګړو کې د ولسي وګړو ژوند ته درناوی وکړي.

خو طالبانو د یونما دغه رپوټ یې رد کړی دی.

د افغان حکومت ملي امنیت شورا دفتر هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، حکومت د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کمښت او زیانمنو ته د مرستې رسولو په چارو کې عملي ګامونه پورته کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواو غواړي؛ چې په جګړو کې د ولسي وګړو ژوند ته درناوی وکړي.

شریک یي کړئ