Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۳۹۷کال کې امنیتي پېښې اوملکي مرګ ژوبله زیاته وه

۱۳۹۷ هجري لمریز کال امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي کسانو لپاره د مرګ ژوبلې ډک کال وو.

د غزني لنډمهاله سقوط، پر میوند ۲۱۵ نمبر قول اردو برید، په یو ورزشي کلب او د کابل لویدیځ کې پر موعود ښوونیز مرکز خونړی برید او  د ننګرهار مومندره کې د شینوارو په اعتراضیه لاریون برید د تېر کال خونړیو پېښو کې راځي چې درانه ملکي تلفات یې تر شا پرېښودل.

د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېر ۱۳۹۷ کال کې ۳۰۱۰ ملکیانو ژوند بایللی او له ۷۰۵۰ څخه زیات ملکیان ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند، بلال صدیقي په دې اړه وویل:«زموږ موندنې ښیې چې له ۱۰۵۷۶ تنه ملکي کسان د نښتو په ترڅ کې ټپیان شوي دي او یا هم وژل شوي دي او دا ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیې.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت که څه هم د خپلو ځواکونو د تېر کال د تلفاتو راپور چاته نه وايي، خو زیاتوي چې ۱۳۹۷ کال کې د سلګونه وژل شویو طالبانو له منځه یې شپږ سوه طالبان د دغې ډلې ځايي قومندانان، ولسوالان او نور مهم کسان وو.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست، نصرت رحیمي وايي:«په ۱۳۹۷ کال کې امنیتي او دفاعي ځواکونو په افغانستان کې ۶۲۷۰ پوځي عملیات ترسره کړي دي.»

۱۳۹۷ هجري لمریز کال بیا د پراخو ملکي تلفاتو کال و. دوې کورنۍ چې د اړتیاوو برابرونکي یې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو په توغندويي برید کې له نهو نورو کسانو سره ووژل شول او کابو سل تنه نور ټپيان شول.

۱۳۹۷ کال کې مرګوني بریدونه:

· د کابل په شپږمه ناحیه کې د میوند د پهلوانۍ پر کلپ په برید کې ۲۰ تنه مړه او ۷۰ ټپیان شول.

· د کابل په لویديځ کې پر موعود ښوونیز مرکز په برید کې ۴۸ تنه وژل شوي ۶۷ نور ټپیان شول.

· د ننګرهار په مومند دره کې د ځانمرګی برید له امله ۴۵ تنه مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شول.

· د کابل په نهمه ناحیه کې په ګرین ویلج کمپ کې چاودنې ۴ تنه مړه او ۱۱۴ ټپيان کړل.

· د ننګرهار هوايي ډګر ته نږدې پر یوه رغنیز شرکت په برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شول.

دا په هېواد کې هغه مرګوني بریدونه ده چې تر ډیره ملکي خلک پکې قرباني شوي دي.

۱۳۹۷ کال د پوځیانو لپاره هم له ننګونو ډک و.

په وردګو ولایت کې د ملي امنیت د پوځي روزنې پر مرکز موټر بم برید چې له امله یې ۴۳ تنه مړه او ۵۸ نور ټپيان شول او د هلمند په شوراب کې پر ۲۱۵ قول اردو ډله ایز برید چې په پایله کې یې شل بریدګر او ۲۶ پوځیان ووژل شول نورې لویې امنیتي پیښې وې.

د څلورو ورځو لپاره د غزني ښار سقوط چې په پایله کې یې دوه سوه طالبان، سل تنه پوځیان او دېرش ملکي کسان ووژل شول ددې کار ترټولو لویه پیښه وه.

د غزني د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، رمضان علي محسني وايي:«په ۱۳۹۸ کال کې د غزني ټولو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې امنیتي ځ واکونو د امنیت د تامین توان لري او امنیت به تامین وي.»

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي د پسرلي په رارسېدو سره به هېواد کې نښتې زیاتې شي، همداراز له بلې خوا د سولې خبرو اترو هېواد کې د جګړې پای ته هیلې راټوکولې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې د ۱۳۹۶ کال په پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۱۲ سلنه زیاته شوې ده

شریک یي کړئ