په کابل کې یو شمېر سیاسي ګوندونه او بهیرونه د راتلونکې لمریز کار د تلې میاشتې تر وروستیو پورې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کوي.
دوی د یوې اعلامیې په ترڅ کې د رایو پر لېږد، د رایې اچونې پر مرکزونو د بیاکتنې او پر ټاکنو د سیاسي ګوندونو څار غواړي.
د اسلامي جمعیت مشرتابه غړی او د دغې غونډې یو ګډونوال محی الدین مهدي وویل:«ژمن یوو چې له دغو ټاکنو د کړکېچ د حل لپاره یوه اغېزناکه وسیله جوړه کړو. د رڼو ټاکنو تأمین او د هغه له پایلو سره د هېڅ لوري هوکړه، لازمه ده چې د ګوندونو او ایتلافونو څارنه او استازي د ټاکنو پر ټولو پروسو له پیله تر پایله تضمین شي، او د تېرو ټاکنو نیمګړتیاوې او سرغړونې، تکرار نهشي.»
دغه ګوندونه او سیاسي بهیرونه په ګډه اعلامیه کې پر ټولو ټاکنیزو بهیرونو د ګوندونو پر څارنې ټینګار کوي.
د افغانستان د ملي پاڅون ګوند مشر او د دغې غونډې ګډونوال زمریالی احدي په ډاګه کوي:«پارلماني ټاکنې باید د راتلونکي لمریز کال د تلې تر میاشتې ترسره شي او همدارنګه د سیاسي ګوندونو لپاره د رای ورکونې مرکزونو د څار حق ورکړل شي.»
د رایې ورکونې د مرکزونو بیا ارزول، د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره د رایې ورکونې د زمینې برابرېدل د دغو ګوندونو او سیاسي بهیرونو نورې غوښتنې دي.
دوی له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې دغو غوښتنو ته یې جدي پاملرنه وکړي او عملي یې کړي.