Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

‌"طالب چارواکو د هوکړې لاسلیک په هکله له امریکايي لوري سره ولیدل"

په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه د طالبانو له هوکړې د راپورونو له خپرېدو وروسته، اوس په قطر کې د یادې ډلې د سیاسي دفتر ویاند د سولې د خبرو له درېدو وروسته د لومړي ځل لپاره دا منلې چې، په قطر کې د امریکا او طالبانو استازو د سولې د هوکړې او د هغه د لاسلیک د مراسمو په اړه خبرې کړې دي.

بلخوا د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند هم وايي، چې مشرانو یې د امریکا له استازو سره د سولې د تړون د لاسلیک مراسمو په تړاو لیده کاته کړي دي.

سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، دغه خبرې له دوو ورځو راهیسې روانې دي او تر راتلوونکو څو ورځو به دوام وکړي.

هغه لیکلي:«د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د مشر محترم ملا برادر آخند تر مشرۍ لاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر خلیلزاد په مشرۍ د امریکې له مذاکراتي ټيم سره غون‌‌‌‌‌‌ډه کړې او د توافقنامې د لاسلیک او اړوند مراسمو په اړه یې خبرې کړې دي.»

له دې سره سم، ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په واشنګټن کې وګوري او په سولې بهیر کې د پرمختګونو او همداراز د امریکا او طالبانو تر منځ د اټکلیزې سولې د هوکړې په اړه خبرې وکړي.

شاه محمود قریشي په واشنګټن کې د سټراټېژیکو مطالعاتو په نړۍوال مرکز کې له افغانستانه په بیړه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په امله خبرداری ورکړی او همداراز یې په ټینګار سره ويلي که چېرې د سولې روانو خبرو له مخکې پتېل شوي تصور سره سمې پایلې ورکړي؛ نو مرستندویه هېوادونو ته نه ښايي چې په یوه وار افغانستان یوازې پرېږدي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي:«که چېرې هوکړه بریالۍ هم شي؛ نو ستونزې به لا هم پر ځای وي. په ایتلافي ځواکونو کې د امریکا متحده ایالات، ملګري او همکاران یې باید په مسوولانه توګه له افغانستانه ووځي. هغوی باید په دې هېواد کې ښکېل واوسي، نه د جګړې لپاره، بلکې د بیارغونې لپاره.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سرګي لاوروف هم څرګندوي:«دمګړۍ متحده ایالات، په افغانستان کې له اصلي لوبغاړو دی. له طالبانو سره یې خبرې له سره پیل کړي او موږ له دې بهیره ملاتړ کوو. موږ باور لرو، هغه هوکړه چې موږ ته دا موکه برابروي چې، د افغانانو تر منځ خبرې پیل کړو، ډېره مهمه ده او موږ له دې بهیر سره د مرستې کولو په هڅه کې یوو.»

له دې سره سم، د ولسمشر ویاند پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، سولې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار اوربند دی او هر هغه طرحه چې اوربند په کې د بنسټيز ګام په توګه مطرح نه وي، خلکو او دولت ته به د منلو وړ نه وي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکي:«سوله د افغان دولت، خلکو او زموږ د بین المللي متحدینو بنسټيز لومړیتوب دی. تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلکو غوښتنه ده، د اوربند تامین یوازینۍ لار ده. هره طرحه چې اوربند په کې د اساسي ګام په توګه مطرح شي، خلکو او دولت ته به د منلو وړ وي. 

د دغو خبرو له پیلېدو سره سم، اسوشېتېد پرس خبري سرچینې د طالب چارواکو له قوله خبر ورکړی چې، یادې ډلې د تېرې چهارشنبې په ورځ د لنډ مهالي اوربند طرحه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته سپارلې ده.

خو زلمي خلیلزاد لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ