Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د انعکاس ټلوېزیون کارکوونکو د ترور د عاملانو د نیولو په اړه شکونه

د ننګرهار ولایت ځینې اوسېدونکي وایي، د ننګرهار د امنیه قومندان هغه ادعا سیمه نه ده، چې ویلي یې و، د انعکاس ټلوېزیون پر کارکوونکو پرونی بریدګر یې نیولی.

د ننګرهار ځینې خلک وایي، امنیه قومندان چې کوم کس د پرونۍ پېښې له بریدګرو یادوي، څو ورځې مخکې په یوه بله پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی. ځینو ننګرهاریانو امنیه قومندان تورن کړی چې خلکو ته دوکه ورکوي.

د ننګرهار په مرکز کې د انعکاس ټلویزیون پر درېیو ښځینه کارکوونکو له بریده څو شېبې وروسته د ننګرهار امنیه قومندان د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست روغتون ته ورغی. هغه د دغو درېیو نجونو کورنیو ته د یوه عکس په ښودلو سره وايي چې، امنیتي ځواکونو له پیښې څو دقیقې وروسته د یادې پېښې یو بریدګر نیولی دی.

په ننګرهار کې خبریال نورالله شېرزاد وايي:«موږ ته یې انځورونه وښودل چې ګواکې بریدګر یې نیولی دی په داسې حال کې چې داسې نه دي.»

د اطلاعاتو له مخې، دغه عکسونه د هغه کس دي چې، څو ورځې مخکې په یوې بله پېښه کې د واده په مراسمو کې نیول شوی وو.

همداراز په دې تصویریونو کې لیدل کېږي چې، د ننګرهار امنیه قومندان په روغتون کې د خبریالانو له حضوره هم مخنیوی کوي.

خبریال ظاهر رومل څرګندوي:«وې ویل چې له کومې رسنۍ څخه یې؟ د رسنیو نومونه مو وویل. د طلوع نیوز خبریال عمري ورته وویل چې له طلوع نیوز څخه یوو. د ننګرهار امنیه قومندان ورته په ځواب کې وویل چې دلته کابل نه دی! هغه کارونه چې په کابل کې کوئ دلته یې مه کوئ.»

جمعه ګل همت له نږدې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار د امنیه قومندان په توګه ګومارل شوی دی. هغه مخکې له دې د کابل امنیه قومندان وو او د کابل مېشتو له لوري هم د پلازمینې د امنیت ساتنې په برخه کې پر بې غورۍ تورن شوی وو.

د ننګرهار ځینې خلک وایي، امنیه قومندان چې کوم کس د پرونۍ پېښې له بریدګرو یادوي، څو ورځې مخکې په یوه بله پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی.

شریک یي کړئ