Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر کابل پوهنتون د برید په تړاو د تورنو کسانو محکمه ترسره شوه

پر کابل پوهنتون د برید په تړاو د شپږو تورنو کسانو محکمه نن (پنجشنبې د کب په ۱۴مه نېټه) کابل کې ترسره شوه.

د هېواد لویه څارنوالي وايي محکمې ته شپږ تنه تورن حاضر کړی شوي وو چې له ډلې یې دوه تنه په اعدام محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ په خبره محکمه کې دوو تورنو ته د ۱۲ کاله، یوه ته د ۲ کالو بند سزا اورول شوې او یوه هم له محکمې برائت حاصل کړی دی.

د روان لمریز کال د لړم میاشتې په دوولسمه یوشمېر وسله والو پر کابل پوهنتون برید وکړ چې پایله کې یې ۲۲ کسانو چې ۱۶ یې د ادارې او پالیسۍ پوهنځي زده کوونکي وو، ژوند بایلود او څه باندې ۴۰ نور ټپيان شول.

دغه برید کابو شپږ ساعته دوام وکړ او بریدګرو دوه دوه کلاشینکوف او لاسي بمونه له ځانه سره درلودل.

د لویې څارنوالۍ په خبره محکمه کې دوو تورنو د ۱۲ کاله، یوه ته د ۲ کالو بند سزا اورول شوې او یوه هم له محکمې برائت حاصل کړی دی.

شریک یي کړئ