پرون جمعه ( د غویي ۱۰مه) د طلوعنیوز تصویر اخېستونکي یارمحمد توخي په ګډون د ۹ تنه نورو خبریالانو او تصویر اخېستونکو درېیم تلین و.
د یارمحمد توخي مور او د ځینو نورو قربانیانو کورنۍ له ښکېلیو خواوو غواړي، چې جګړه او وینه توېونه ختمه کړي او د یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.
یارمحمد توخي د خپلې کورنۍ ګټيالی و او په کرایي کور کې ژوند کاوه.
د یارمحمد توخي مور تبرهکوه وایي:« چې ارامي راشي او زما زوی نه وي نو زه به یې څه کړم؟»
د یارمحمد توخي ورور ګل محمد وایي:« ارامي دې راشي او یوه تلپاتې سوله دې راشي نه تش په نوم سوله.»
د یک ټلویزیون تصویر اخېستونکی نورز علي رجبي د دغه برید یو بل قرباني دی.
د نوروز علي مور وایي، چې لاتراوسه یې د زوی د لاسه ورکولو ټپ تازه دی او که دواړه لوري سوله وکړي نو دغه ټپ به ښه شي: « هغه پنځه کلن و، چې پلار یې ومړ، ډوډۍ مې پخوله، څو چې زوی مې لوی شي لاس نیوی مې وکړي.»
د یارمحمد توخي او نوروز علي ترڅنګ، د آزادۍ راډیو خبریالان عبادالله حانزی، محرم درانۍ او سباوون کاکړ، د یک ټلویزیون خبریال غازي رسولي، د مشعل ټلویزیون خبریال او تصویر اخېستونکي سلیم تلاش او علي سلیم او د فرانسې د خبري اژانس عکاس شاه مری فیضي د کابل په شش درک کې پر خبریالانو د برید اووه قربانیان دي.
هغوی د یوې چاودنې د خبري پوښښ لپاره تللي وو، خو خبر نه وو چې په خپله به د یوې بلې چاودنې قرباني کیږي.
ځینې خبریالان او له رسنیو ځینې ملاتړي بنسټونه د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو پر ډېرېدو اندېښمن دي او وایي، چې باید د سولې په خبرو کې لاسته راونې او د بیان ازادۍ لپاره ورکړل شوې قربانۍ له پامه ونه غورځول شي.
یو خبریال حامد مایار وایي: « اوس موږ په حساسه وخت کې یو. د رسنیو کارکوونکي او کورنۍ یې له دواړو خواوو غواړي، چې حقوقه یې په بام کې ونیول شي.»
یو بل خبریال شاهپور فرهمند ویلي: « اوس مهال ډېرۍ د رسنیو کارکوونکي او خبریالان د امنیتي ګواښونو سره خپلو کارونو ته دوام ورکوي.»
په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي راډیو خبریال احمدشاه هم د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې ووژل شو.
په افغانستان کې له ازاده رسنیو ملاتړي ځینې بنسټونه د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو پر ډېرېدو اندېښمن دي.
د نۍ اجراییه رییس مجیب خلوتګر وایي: « لاتراوسه د دغو بریدونو د جوړوونکو او دا چې د دغو بریدونو امر له کوم ځایه اخېستل کېږي، چا څه نه دي ویلي.»
په افغانستان کې له ازاده رسنیو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو لهمخې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۶ خبریالان، په ۲۰۱۹ کال کې ۵ خبریالان او په ۲۰۲۰ کال کې ۸ خبریالان او د رسنیو برخو کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي دي.