Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دانش: د خبریالانو د قتل او تاوتریخوالي ۵۷۵دوسیې تر څېړنې لاندې دي

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او وژنې د ۵۷۵ دوسیو د څېړنې خبر ورکړ او وې ویل چې دغه دوسیې یا تر څېړنې لاندې دي او یا هم د هغه عاملان د محکمو د پایلو د اعلان په تمه دي.

ښاغلي دانش وویل:«په دې لار کې ډېر ځانونه قرباني شوي دي، نن هم موږ قرباني ته اړتیا لرو. موږ دا مبارزه د بهرنیانو او یا د هغوی د غوښتنو په خاطر نه ده کړې تر نننه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره زموږ په هوډ او اراده کې کمښت نه دی راغلی.»

د دې سربېره چې حکومت د خبریالانو د قتل او تاوتریخوالي د ټولو دوسیو د څېړنې خبره کوي خو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې حکومت تراوسه د دغو دوسیو د څېړنې د څرنګوالي په هکله جزییات له رسنیو سره شریک کړي نه دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کېمټې رییس نجیب شریفي وايي:«هغه کسا چې په ډېرې فجیعانه توګه وژل شوي دي لږ تر لږه یو څوک یې پوښته وکړي چې موږ ستاسو قاتلان ونیول، سمه ده له هغې وروسته څه وشول.»

افغانستان د خبریالانو او رسنیو لپاره یو تر ټولو خطرناکه هېواد پېژندل کېږي، یوازې د روان زیږدیز کال په څلورو لومړنیو میاشتو کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر په دې اړه وویل:«د رسنیو او مطبوعاتو جادويي قدرت ډېری هغه مسایل چې طالبانو د خپل امارت په دوره کې حرام ګڼل فعلاً هماغه حرام د دوی لپاره حلال دي.»

د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنه، اسټرالیا، المان، بریټانیا او فرانسې هم په یوې ګډې اعلامیه کې د افغانستان د رسنیو پر ملاتړ ټینګار کوي او وايي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملان باید په سزا ورسېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی ډیبورا لیونز وايي:«نن د رسنیو په نړیواله ورځ او د روژې په مبارکه میاشت کې زه له ټولو غواړم چې د خبریالانو له حقونو دفاع وکړي او له هغو ساتنه وکړي، هغه کسان چې نه یوازې د افغانانو لپاره بلکې په ټوله نړۍ کې د یوې ښې ټولنې لپاره مهم رول لوبوي.»

له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې ازادو رسنیو فعالیت پیل کړ او له هغې مودې تراوسه په هېواد کې کابو ۱۸۰۰ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالیت لري.

د رپوټونو پر بنسټ له ۲۰۰۱ کال تراوسه په هېواد کې ۱۳۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. 

د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې د بیان ازادۍ په برخه کې ډېر ځانونه قرباني شوي دي.

شریک یي کړئ