Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالیې وزارت د رسنیو امر او د طلوع نیوز پخوانی خبریال ووژل شو

د مالیې وزارت د رسنیو امر او د طلوع نیوز پخوانی خبریال نعمت روان نن (پنجشنبې د غوايي په ۱۶مه) کندهار کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د هغه کورنۍ د دې پخلی کوي چې نعمت روان نن په کندهار ښار کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.

د طلوع نیوز د خبرونو مخکینی خبریال او د سیاسي پروګرامونو چلوونکی د ۵ شنبې د سهار په شاوخوا ۱۰ نیمو بجو د کندهار ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند احمد ولي خان چوک ته نږدې په خپل موټر کې ووژل شو.

د کندهار د امنیت آمر وايي، په لومړي سر کې یوه کس د هغه موټر ودراوه او له هغه سره پر خبرو بوخت شو؛ خو لږ وروسته بیا پر یوه موټر سایکل سپور بریدګر پر نعمت روان ډزې وکړې. 

د اړوندو مسوولینو په وینا، هغه کس چې د نعمت روان موټر یې درولی و، له بریدګر سره یو ځای له سیمې تښتېدلی؛ خو د ښاغلي روان موبایلونه او پیسې یې نه دي وړي.

د نعمت روان د تره زوی عبدالله مینه پال وویل:«د ښار په منځ کې داسې ترور کېږي، دا چې هر چا کړی یي موږ د یوه افغان په صفت له دولت څخه غوښتنه مو دا ده چې د مجرمینو د نیولو لپاره اقدام وکړي.»

نعمت روان چې په طلوع نیوز کې له څلور کاله کار وروسته درې اوونۍ مخکې له دې ځایه استعفا وکړه د مالیې وزارت د رسنیو د آمر په توګه وګومارل شو.

هغه ۱۲ ورځې مخکې د خپلو تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره کندهار ته تللی وو.

د نعمت روان ملګری او همکار فریدون عظیمي وايي:«روان صېب په دفتر کې د اکا پر زوی مشهور وو، ده ټولو ته د اکا زوی ویل، د روان صېب په هکله چې څومره وویل شي کمه ده.» 

 نعمت روان د کندهار پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځیه فارغ شوی و او د خپلو زده کړو له پایته رسولو وروسته په داسې حال کې چې کورنۍ یې په زابل کې ژوند کاوه، دی کابل ته راغی.

هغه په طلوع نیوز کې په خپله څلور کلنه کاري دوره کې په بېلابېلو پروګرامونو کې پر جګړې، سولې، د فساد پر وړاندې پر مبارزې، بشري حقونو او نورو ټولنیزو ناخوالو بحثونه کړي او کله نا کله یې ځینې حکومتي مسوولین په خپلو سختو پوښتنو سره ننګول.

خبریال جاوېد تنویر څرګندوي:«هر خبریال د دغه خبر له اورېدو سره روحي شکنجه کېږي، پر کار یې تاثیر کوي.»

د نعمت روان پر فیسبوک وروستۍ لیکنه په مالیې وزارت کې د خپل نوي کار د پیل په اړه ده؛ خو کله ناکله یې د افغانستان د بېلابېلو سیمو د انځورونو په خپرولو سره له هېواد سره د مینې او د هغې د ښکلاو په اړه هم لیکنې کړې دي.

د هغه دغه لیکنې د هغو هیلو ښکارندويي کوي چې، نعمت روان هغو ته له رسېدو مخکې له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې.

د کندهار د امینه قومندانۍ د امنیت امر غورځنګ افریدی وايي چې دغه پېښه د کندهار ښار په څوارلسمه حوزه کې رامنځته شوې او بریدګر چې دوه تنه وو، له سیمې تښتېدلي دي.

شریک یي کړئ