Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لوګر کې خبریالان: د حفیظ الله حق پرست وژونکي دې معلوم کړل شي

په لوګر کې د یوه سیمه ییز خبریال حفیظ الله حق‎پرست د کورنۍ غړي او یو شمېر خبریالان د حفیظ الله حق‎پرست د وژنوونکو د معلومولو غوښتونکي دي.

دوی وايي، حفیظ الله حق‎پرست هغه مهال په مرمۍ ویشتل شوی چې، خپل کور ته نږدې پر کار بوخت و.

حفیظ الله حق‎پرست چې د چهار شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ووژل شو، نن خاورو ته وسپارل شو.

د ښاغلي حقپرست خپلوان وایي چې هغه په یوې بې وزله کورنۍ کې ژوند کاوه او د خبریالۍ ترڅنګ پر کرکیلې هم بوخت و.
 
د حفیظ الله حق‎پرست له خپلوانو محمد افضل وايي:«له جګړې یوه مرمۍ راغله لکه چې بېرته راستون شوم زنه مې وتړله او شهید شو.»  

د حق پرست د کورنۍ غړي له ښکېلو لورو غواړي چې له جګړې لاس واخلي.
     
د حفیظ الله حق‎پرست له خپلوانو عبدالرازق  څرګندوي:«باید سوله راشي او همدارنګه د حق پرست د وژنې د څرنګوالي پوښتنه دې وشي.»  

بلخوا په لوګر ولایت کې یو شمېر نورو کسانو هم د حق‎پرست لپاره د فاتحې او دعا مراسم جوړ کړي دي.

د لوګر اوسېدونکي هم د نورو هغو ولایتونو په څېر چې جګړې په کې روانې دي، له ښکېلو لورو غواړي چې د ولسي وګړو خوندېتوب ته پاملرنه وکړي.
           
د لوګر د ولایتي شورا غړی حبیب الله ستانکزی وايي:«د جګړې لپاره یوه ځای ته ولاړ شئ چې یوازې تاسې (د جګړې ښکېل لوري) واوسئ.»

حفیظ الله حق‎پرست د چهارشنبې په ورځ د لوګر د مرکز په قلعه خواجه عرب سیمه کې پر کار بوخت و، چې د خپلوانو په وینا یې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې پر مهال په مرمۍ ولګېد او ووژل شو.
     
آزاد خبریال مطیع الله سرور زیاتوي:«که چېرې دولت دی او که طالب له دواړو لوریو د حق پرست د وژونکو سزا غواړو.»
 
په لوګر کې د خبریالانو ټولنه د خبریالانو او ولسي وګړو وژل کېدل د اندېښنې وړ بولي او په داسې حال کې چې د دغه راز پېښو د عاملانو د پېژندنې او مجازاتو غوښته کوي، وایي چې د دغه وضعیت دوام د خبریالانو پر فعالیت منفي اغېز کوي.
  
په لوګر کې د خبریالانو د ټولنې مسوول نورالله هم وویل:«خبریالان او رسنۍ غیر پوځي موخې دي له دواړو لوریو غواړو چې د هغوی خوندیتوب په پام کې ونیسي.»

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د شمېرو پربنسټ، په څه کم یوه کال کې کابو ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په وسله والو بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

حفیظ‌الله حق‌پرست که به روز چهارشنبه (۱۹جوزا) در میانۀ درگیری طالبان و نیروهای امنیتی جان باخت، امروز به‌خاک سپرده شد.

شریک یي کړئ